د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

نیویارک ټایمز: حزب اسلامي سره هوکړه لیک د سولې لومړی بریالیتوب


یو شمېر لوېدیځو ورځپاڼو په خپلو وروستیو ګڼو کې د افغانستان د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د هوکړه لیک په باب مطالب خپاره کړي دي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي؛ دغه هوکړه لیک د افغانستان حکومت د سولې د هڅو په ترڅ کې لومړنی بریالیتوب شمېرل کېږي، خو د هوکړه لیک مسوده به هغه وخت د اجرأ وړ وي چې ولسمشر اشرف غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار یې لاسلیک کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه، د حزب اسلامي چارواکو ویلي دي، حکمتیار به هغه وخت کابل ته راشي چې د ده په وړاندې وضع شوي تحریمونه لیري او نوم یې له نړیوال تور لیست څخه وایستل شي.

واشنګټن پسټ:

د واشنګتن پسټ ورځپاڼه په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکي، د دغه هوکړه لیک اساسي ټکی کابل ته له شلو کلونو وروسته د حکمتیار ستنېدل دي او دا د ده رول له یو لمسوونکي عنصر څخه په یوه ارام بخښونکي عنصر بدلوي او هغه هم په یو داسې وخت کې چې افغانستان په سیاسي صحنه کې له اختلافونو سره مخامخ دی او د جګړې په ډګر کې له وسله والو مخالفینو سره نښتی دی.

خو د واشنګتن پست ورځپاڼې په لیکنه د شنونکو نظریې د حکمتیار د ستنېدو په باب بېلابېلې دي، ځینی یې هرکلی کوي او ځیني يې مثبت ګام نه بولي.

والسټریټ ژورنال:

د والستریت ژورنال ورځپاڼه لیکي؛ له حکمتیار سره د سولې هوکړه لیک ښایي د جګړې په ډګر کې کوم بدلون رانه ولي، ځکه د جګړې په ډګر کې طالبان فعال دي او اوس داعش هم څه ناڅه صحنې ته راګډ شوی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، که څه هم په وروستیو کلونو کې د حزب اسلامي سیاسي او پوځي اثر کم شوی دی، خو افغان او امریکایي چارواکي په دې باور دي چې د حکمتیار دغه ګام به له طالبانو څخه ملاتړ هم راټيټ کړي او د دوی ځيني قوماندانان به هم په جلا ډول له حکومت سره معامله وکړي.

برسیره پر دې، د والسټریټ ژورنال په لیکنه، ښایي حکمتیار وکولای شي په حکومت کې د حزب اسلامي د هغو شاخو په یو موټي کولو کې هم اهم رول ولوبوي چې په حکومت کې همدا اوس شاملې دي او دا ډله په یوه پیاوړي سیاسي ګوند بدله کړي چې په هغه صورت کې ګټوره تمامېږي.

انډیپینډنټ:

د بریتانیا د اندیپیندنت ورځپاڼه د سیاسی چارو د یوه کارپوه هارون میر له قوله لیکي چې وایي؛ د حکمتیار د خونړۍ ماضي او د القاعده له افراطی ډلې څخه په ملاتړ برسیره، د افغانستان خلک له ده سره د سولې له هوکړې ملاتړ کوي.

د ښاغلي میر په وینا خلک له اختلاف او جګړې څخه ستړي شوي دي او د بحران د سیاسي حل غوښتونکي دي، څه له حکمتیار او یا له طالبانو سره.

د اندیپیندنت ورځپاڼه زیاتوي چې دغه هوکړه لیک د نړیوالې ټولنې له ملاتړ څخه برخمن دی چې دا عمل کېدای شي پر نورو وسله والو مخالفینو او له هغو ډلې په طالبانو هم اثر وکړي.

ټایمز:

په بریتانیې کې بله چاپ شوې ورځپاڼه، ټایمز، افغانستان ته د اروپایی ټولنې د ځانګړي استازي فرانس مایکل میلبین له قوله لیکي چې ویلي یې دي، دغه هوکړه لیک ثابتوي چې په افغانستان کې سوله ممکنه ده.

دی زیاتوي؛ د پنجشنبې د ورځې هوکړه لیک وښوده چې په افغانستان کې څوک سوله نه ردوي.

دغه ټولې ورځپاڼې په کابل کې د ځينو کړیو له خوا، له حکمتیار سره د سولې د هوکړې پر ضد لاریونونو ته هم اشاره کړې ده.

دغه کړۍ د انتقالي عدالت او د هغو کسانو د محاکمې غوښتونکي دي چې د افغانستان په کورنیو جګړو کې د وژنو او ورانیو سبب شوي دي.

XS
SM
MD
LG