د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

HRW: د کورنۍ جګړې هیڅ جنګسالار عدالت نه دی راوستل شوی


د لوېدیځ یو شمېر چاپي خپرونو په خپلو تازه ګڼو کې د افغانستان د حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب د سولې د موافقتنامې په اړه لیکنې خپرې کړې دي.

د لاس انجلس ټایمز مقالې سرلیک دی "افغانستان له یوه پخواني جنګسالار سره د سولې په لور ګام واخیست"

د دې لیکنې په یوې برخه کې راغلي دي چې دا روغه جوړه به د اسلامي حزب د یو شمېر بندیانو خلاصېدو ته لاره پرانیزي او د اسلامي حزب د مشرانو نومونه به د امریکا او ملګرو ملتو له تورو لستونو لرې شي.

د ورځپاڼې په نظر ښایي دا سوله په افغانستان کې شخړې کمې نه کړي، خو د افغانستان حکومت دې موافقتنامې ته په دې سترګه ګوري چې دا د طالبانو په څېر له پیاوړیو ډلو سره د سولې په لور یو ګام دی چې واخیستل شو.

لاس انجلس ټایمز د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر خبرو ته اشاره کوي چې د سولې د سند د لاسلیکېدو پر مهال یې وکړې.

ښاغلي اتمر له طالبانو هم وغوښتل چې د سولې له بهیر سره یوځای شي او له هغوی سره یې ژمنه وکړه چې هر خبره چې له اسلامي حزب سره منل شوې ده، حکومت چمتو دی چې ورته ژمنې له طالبانو سره پرځای کړي.

د امریکا متحد ایالتونو په ۲۰۰۳ کال کې حکمتیار له القاعده سره د همکارۍ په تور د نړیوالو په ترورستي لست کې شامل کړ.

لاس انجلس ټایمز لیکي، امریکا به ګلبدین حکمتیار له دې لسته په دې شرط وباسي چې د سولې په مواقتنامې کې یادې شوې ژمنې عملي کړي.

ورځپاڼه په دې ترڅ کې په کابل کې د امریکا د متحد ایالتونو د سفارت اعلامیې ته اشاره کوي چې پکې لیکل شوې دي چې واشنګتن د افغانستان د سولې له هغه بهیره چې د افغانانو په مشرۍ وي، حمایت کوي، خو شرط دا دی چې دغه مقابله ډله له شخړو لاس واخلي، له

هیومن رایټس واچ:

نړیوالو ترورستي ډلو سره اړیکي قطع کړي او د افغانستان اساسي قانون ومني چې د ښځو له حقونو او د اقلیتونو د حقونو ملاتړ کوي.

هیومن رایټس واچ خپرونه تر دې سرلیک لاندې له اسلامي حزب سره د سولې توافقنامه څېړلې "په جنګي جنایتونو یو تورن هېواد ته ستون شو."

دا چاپي خپرونه د خپل مطلب په یوه برخه کې لیکي چې حکمتیار یوازینی څوک نه دی چې بخښل شوی دی.

هیومن رایټس واچ بیا لیکي، د نولس سوه نویمې لسیزې په ترڅ کې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې هیڅ جنګسالار د عدالت میز ته نه دې راوستل شوی.

د خپرونې په باور دغه قضیه او له هغو وسله والو د وسلو نه راټول، چې د خلکو پر حقونو یې تیری کړی دی، په افغانستان کې د اصلاحاتو بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

هغه اصلاحات چې د اغیزمنو دولتي موسسو د رامنځته کولو او د دوامدارې سولې لپاره اړتیا ورته شته.

د هیومن رایټس واچ خپرونه زیاتوي، د جګړو د دوام له امله او د خلکو د ورځنیو تلفاتو له امله ګڼو افغانانو اروپا ته مخه کړې ده او دا هغه تاوان دی چې د افغانستان خلک یې د دې لپاره پرې کوي چې جنګسالاران راضي وساتي.

XS
SM
MD
LG