د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

اسماعيل خېل او مندوزي: اړتیاوو ته مو پاملرنه نه ده شوې


د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ قومي مشران وايي چې په سیمه کې يې ډاډمن امنیت شته او خلک يې د حکومت او امنیتي ادارو سره نږدې همکاري لري، خو بیا هم د بیارغونې او د خلکو د ځنو بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې ورته پاملرنه نه کېږي.

دوی وايي، د دوی روغتیايي کلینیک د ولسوالۍ په ودانۍ پورې پیوست دی او دې ځای ته په ځانګړي ډول د ښځینه ناروغانو راوستل یو ستونزمن کار وي.

دوی د ولسوالۍ له منځه د نادرشاه کوټ تر ولسوالۍ د غځېدلي سړک خام پاتې کېدل، د ښوونکو د معاشونو په اجراء کې دوامداره ځنډ او د ولسوالۍ د امنیتي تشکیلاتو کمښت هم د ستونزو په توګه یاد کړل.

قومي مشرانو یادې غوښتنې د پنجشنبې په ورځ د قومونو پیوستون شورا په نووښت د سلګونو کسانو په ګډون د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په انګړ کې جوړې شوې غونډې ته وکړې.

قومي مشر جنرال ګل نواز په خپلو خبرو کې د دوی غوښتنې داسې په ډاګه کړې.

حاجي ګل نواز وویل:

"زموږ ولسوالي ډېر مشکلات لري، ښوونکي مو په ډېر بد حالت کې دي، دوی ته درې، څلور میاشتې معاش نه راځي، سبب دادی چې په هغه باندې کابل کې خپل تجارتونه کوي، دلته معلم له لوږې مري او د عید په ورځ معاش نه وي، د سړک په باره کې مو هیله داده چې دا سړک تر نادرشاه کوټ ولسوالۍ پورې پوخ شي."

د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوال محمدیونس ځدراڼ د افغان حکومت چارواکو څخه د سیمه والو لپاره مناسب ځای ته د روغتیايي کلینیک د انتقال، تر نادرشاه کوټه د سړک پخول او د ولسوالۍ د امنیتي پرسونل د تشکیلاتو د ډېرولو غوښتنه وکړه.

محمدیونس ځدراڼ زیاته کړه:

"د پوځي قراول نه مخکې یو روغتیايي کلینیک دلته جوړ شوی دی، که د دې ولسوالۍ مشران مرکز ته تللي د همدې کلینیک ستونزه يې چارواکو سره شریکه کړې ده، موږ د کلینیک لپاره ځمکه هم پیدا کړې ده، نو د ځمکې مالک موږ نه بدیل او قیمت غواړي، بله موضوع د سړک ده چې د نورو ولسوالیو سړکونه هم پاخه شوي دي، خو دا چې مرکز ته نږدې ترینه ولسوالي ده، خو بیا هم زموږ دا مهم سړک تراوسه خام پروت دی، درېیمه موضوع د پوځي تشکیلاتو کمښت دي، چې پرسونل مو د امنیت لپاره کفایت نه کوي."

د یادې ولسوالۍ یو بل تن قومي مشر حاجي احمدګل وویل، چې د کلینیک مساله خلک دا څوارلس کاله تکراروي، خو یوازې ورسره ژمنې کېږي.

ده وویل، د ملي اردو تاسیسات، صنعتي پارکونه، اداري کمپلیکس، هوايي ډګر او نورې مهمې پروژې د دوی د ولسوالۍ په ساحه کې عملي شوي، چې له کبله يې خلکو ته بیدیاوې او دښتې نه دي پاتې شوي، خو د حکومت لخوا ځايي خلکو ته د یو کلینیک لپاره ځمکه نه ورکول کېږي.

د غونډې په پای کې د حکومت د اجراییه رېيس ارشد سلاکار غازي نواز تڼي د خلکو غوښتنې او نیوکې پر ځای وبللې او خلکو سره يې ژمنه وکړه چې یو شمېر مشران به د عامې روغتیا، ټولګټو او کلیو پراختیا وزیرانو سره مخامخ کینوي، تر څو ټولې غوښتنې يې په اساسي ډول ترسره شي.

الحاج غازي نواز تڼي زیاته کړه:

"د کلینیک موضع به زه اول د والي سره شریکوم ځکه والي زموږ له خبرې نه تیریږي، د کلینیک نورو موضوعاتو لپاره دوه کسان کابل ته راشئ چې زموږ مو د وزیر صحت عامې سره کېنوو چې دا بعضې کارونه درته پرې فوق العاده خلاص کړم، بل د مندوزیو سړک دی، د سړکونو کار د فواید عامې وزارت دی، دې هغه لپاره هم راشئ، چې وزیر فواید عامې سره مو کېنوم، فوق العاده حکم درته ځنې واخلم تر څو د راتلونکې کال په بودجه کې ونیسي."

د یادونې وړ ده اسماعیل خېل او مندوزي خوست ښار ته تر ټولو نږدې ولسوالي ده چې امنیت يې نسبتاً ډاډمن دی او د نجونو او هلکانو لسګونه ښوونځي په کې فعاله دي.

د یادې ولسوالۍ ډېرې روڼ اندي د حکومت په چوکاټ کې پر ماموریت او د افغان امنیتي ارګانونو په لیکو کې پر دندو بوخت دي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG