د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

د سولې عالي شورا او حزب اسلامي تر منځ د "سولې تړون" لاسلیک شو


حنیف اتمر او کریم امین د سولې د تړون د لاسلیک پر مهال
حنیف اتمر او کریم امین د سولې د تړون د لاسلیک پر مهال

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب او د افغانستان د سولې عالي شورا تر منځ د سولې تړون لاسلیک شو.

د دغه هوکړه‌ليک لومړۍ بڼه چې په درېيو څپرکو او ٢٥ مادو کې چمتو شوې، د سولې عالي شورا مشر پير سيد احمد ګېلاني، د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر انجنير محمد امين کريم، د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر او د سولې عالي شورا د پلاوي مشر مولوي عطاالرحمن سليم لاسليک کړه.

دغه سند کابل کې د سولې عالي شورا په دفتر کې لاسليک شو.

ټاکل شوې چې ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وروسته دغه هوکړه‌لیک لاسليک کړي.

له نېږدې شپږ میاشتو راپه دې‌خوا د اسلامي حزب د پلاوي او افغان حکومت تر منځ خبرې روانې وې.

دواړو لورو منلې ده چې د ګلبدین حکمتیار او د هغه د ډلې د یو شمېر نورو کسانو نومونه به د ملګرو ملتونو له تور لېسته لیرې کېږي، بندیان به خوشې کېږي او د اسلامي حزب غړي به له جګړو لاس اخلي.

XS
SM
MD
LG