د خوست ولایتي شورا رئیس عبدالولي واحدزی وايي چې په دې ولایت کې امنیتي وضعیت د ولسونو په همکارۍ ښه دی او ځيني پروژې لا هم ستونزې لري او په ټيټ کیفیت د دې پروژو تطبیق دوی اندېښمن کړي دي.
د دې ترڅنګ دی وايي چې خوست کې د نومرو او ځمکو د غیر عادلانه وېش او توضیع د خلکو او حکومت ترمنځ فاصله زیاتوي او د دې پر ځای چې دغه نومرې مستحق خلکو ته و وېشل شي، سوداګرو او تجارانو ته ورکول کيږي.
دا نومرې باید د اردو او نظامي ځواکونو د شهداوو کورنیو ته ورکړل شوې وی چې داسې نه دي شوي او د خلکو احساسات یې راپارولي دي.