دا چې په عمومي ډول په انسانانو کې د حافظې د کمزورۍ یا هیرې لاملونه کوم دي، معتادین ولې د هیرې له ستونزې سره مخ کېږي، کوم نشه يي مواد ډېر د هیرې یا حافظې د کمزورۍ لامل کېږي او د هېرې ناروغي معتادین له څه ډول ستونزو سره مخ کوي؟ په دې اړه مو له ارواپوه سلیم نوري سره مرکه کړې ده، ډاکټر نوري په پيل کې د ارواپوهنې له مخې د هیرې په اړه معلومات ورکوي.