د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

اکسفام: یمن کې څه د پاسه ۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړ دي


د "اکسفام" بشري مرستو د ډلو نړیواله اداره په خپل نوي رپوټ کې چې چې په یمن کې د جګړو په سیمه کې له زرو کسانو سره د مرکو پر اساس جوړ شوی وايي، یمن کې د اتلسو میاشتو جګړو په بهیر کې څه د پاسه درې میلیونو تنه له خپلو اصلي استوګن ‎ځایونو څخه بې‌ځایه شوي دي.

دغې ادارې چې دغه راپور د چهارشنبې په ورځ خپور کړی د یوه بشري ناورین د پېښېدو ګواښ يې هم کړی دی.

له هرو هغو پنځو تنو څخه چې د اکسفام ادارې په یمن کې ورسره خبرې کړي دي، یو تن ویلي چې کور یې وران شوی دی، دوه پر درېیمې برخې ویلي چې لس میاشتې یا لا هم زیات له خپل کوره بې‌ځایه وو.

دغه‌راز د دغو کسانو دوه پر درېیمې برخې د اکسفام ادارې ته ویلي، د کورنۍ غړي یې د دغې جګړې له کبله وژل شوي او یا ټپيان شوي دي او له دغو کسانو څخه څه نا څه نیمې کورنۍ هغه ماشومان ساتي چې سرپرست نه‎لري او له خپلې کورنۍ جلا شوي دي.

د "اکسفام" د بشري مرستو د ډلو نړیوالې ادارې په رپوټ کې ویل شوي:

"د یمن نیمایي نفوس پوره خواړه نه‌لري او ځینو سیمو ته په قصدي توګه د خوراکي توکو د لېږد مخه نیول کېږي."

د المان د «دي، پي، اې» د خبري اژانس په لیکنه، په یمن کې شخړې د ۲۰۱۵ کال د مارچ په میاشت کې هغه وخت پیل شوې چې حوثي شیعه مخالفو وسله‎والو ډلو چې ایران ورڅخه ملاتړ کوي، د عدن جنوبي ښار خواته پرمختګ وکړ او د سعودي عربستان او د سُني ائتلاف د غبرګون سبب شوې څو په دغې ډله هوایي برید وکړي.

سعودي عربستان له دې وېره لري چې حوثي مخالفین به د عربو د ټاپو وزمې په سیمه کې د سیال هېواد ایران د نفوذ سبب شي.

د اکسفام اداره چې په یمن کې ډېره فعاله ده او د شخړې له پیله تر اوسه‌یې وکولای شول ۹۰۰ زرو تنو ته په یمن کې بشري مرسته ورسوي، وایي، د میلیونونو یمنیانو ژوند په ګړندي ډول مخ په خرابېدو دی، د دوی د ژوندي پاتې کېدو امکانات مخ په کمېدو دي.

اکسفام ادارې د عربستان تر مشرۍ لاندې ائتلاف او لوېدیځو هېوادونو څخه غوښتي دي چې د نښتو دواړو ښکېلو خواوو ته له وسلو ورکولو ‌ډډه وکړي او د شخړې له لمسون او تشدده لاس واخلي.

دغې ادارې دغه‌راز د یمن له حکومته غوښتي دي، سراسري اوربند تطبیق او مراعات کړي.

XS
SM
MD
LG