د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

کابل کې د ۲۸ پراختیایي پروژو تړونونه لاسلیک شول


د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر له یو شمېر خصوصي شرکتونو سره د ۲۸ پراختیایي پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر نصیر احمد دُراني د دغو تړونونو د لاسلیک مراسمو کې وویل چې دغه پروژې به په درېیو برخو لکه سړک جوړونې، د کډوالو د کورونو لپاره د احاطې، اوبو رسولو او یو شمېر نورو برخو کې عملي شي.

د ۹۲۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت دغه ۲۸ د بیارغونې پروژې په سمنګان، بغلان، تخار، لغمان، کندهار، کابل، بلخ، غور، بامیان، فاریاب، جوزجان، کاپیسا، پروان، پنجشیر، فراه او پکتیا ولایتونو کې پلي کېږي چې له دې ډلې ۲۱ پروژې د ۴۱۸،۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت د کلیو د بیارغونې پروګرام له‎خوا ترسره کېږي.

ښاغلي دُراني د سې شنبې په ورځ په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دغو پروژو چارې به د دوو کلونو په لړ کې بشپړې شي.

ښاغلي دُراني د سې شنبې ورځ په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دغو پروژو چارې به د دوو کلونو په لړ کې بشپړې شي.
ښاغلي دُراني د سې شنبې ورځ په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دغو پروژو چارې به د دوو کلونو په لړ کې بشپړې شي.

ښاغلي دُراني زیاته کړه:

"یو شمېر تړونونه ښايي تر دوه کاله هم وغځېږي د یوه او دوو کلونو تر منځ وخت نیسي، یو شمېر یې څلور میاشتې-پنځه میاشتې یعنې د پنځو-شپږو میاشتو څخه تر دوو کلونو وخت نیسي."

د ښاغلي دُراني په خبره که تړون کوونکي شرکتونه د تړون خلاف د پروژې چارې پر مخ یوسي او کارونه‌یې معیاري نه‌وي نو قرارداد به ترې واخیستل شي.

د افغانستان د کلیو د بیارغونې وزارت د معلوماتو له مخې د روان مالي کال له پیل راهیسې دوی د ټرانسپورټ، اوبو رسولو، روغتیا، پوهنې او برېښنايي برخو کې په ټوله‌ییزه توګه ۱۰۷۸۵ پروژې په ۳۴ ولایتونو کې تطبیق او ګټې اخیستلو ته سپارلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس‌مهال هم په بېلابېلو برخو کې د ۱۴۵۳ میلیونو ډالرو په ارزښت پر ۲۰۴۳ پروژو کار روان دی.

په ورته وخت کې د هغو شرکتونو مسؤلین چې دغه تړونونه ورسره شوي وايي، دوی د یادو پراختیايي پروژو په ترسره کولو کې کافي تجربه لري او یادې پروژې به هم په ښه توګه سرته ورسوي.

د دغو شرکتونو له ډلې څخه د یو شرکت مسؤل ساحل احمدي ازادي راډیو ته وویل چې د شرکت کار کوونکي یې ښه تجربه لري او په معیاري توګه د پروژو عملي کولو ته جدي پاملرنه کوي.

د یو شرکت مسؤل ساحل احمدي ازادي راډیو ته وویل چې د شرکت کار کوونکي یې ښه تجربه لري
د یو شرکت مسؤل ساحل احمدي ازادي راډیو ته وویل چې د شرکت کار کوونکي یې ښه تجربه لري

ښاغلي احمدي زیاته کړه:

"زموږ تخنیکي ټیمونه یا هغه انجنیران چې کارونه پر مخ وړي، په خپلو کارو کې کافي تجربه لري."

له دې سره-سره چې د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت په افغانستان کې د بیارغونې د زرګونو پروژو د پلي کېدو خبره کوي لا هم د افغانستان په لیرو پرتو سیمو په ځانګړي ډول هغه سیمې چې ناامنه دي یو شمېر خلک له ګڼو ستونزو سر ټکوي چې په وینا یې باید ورته رسیده‎ګي وشي.

دوی دا شکایت هم لري چې پروژې سروې کېږي خو عملي بڼه نه‌غوره کوي.

خو د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت مخکې ویلي و چې یادې پروژې به تر ارزونو وروسته په طبیقي پلان کې شاملې شي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG