د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

هند کشمیر کې پاکستان سره پر پوله ګزمې زیاتې کړي


د یکشنبې په ورځ هندوستان د پاکستان سره په کنټرول پوله کې ګزمې وروسته له هغې زیاتې کړې چې وسله والو کسانو په یو نږدې پوځي اډه کې ۱۷ تنه هندي سرتېري ووژل.

په هندي کشمیر کې د یکشنبې په سهار څلور کومانډو ډوله وسله وال د هند یوې پوځي اډې ته ننوتل او ۱۷ تنه هندي سرتېري یې ووژل.

دا دغلته په تېره لسیزه کې تر ټولو خونړی برید ګڼل کېږي چې د هند او پاکستان تر منځ یې کړکېچ زیات کړی دی.

د هندوستان د کورنیو چارو وزیر راجانات سینګ د یکشنبې په ورځ پاکستان یو تروریستي دولت وباله او یو هندي جنرال رنبیر سینګ وویل، هندي پوځیان ددې برید ځواب ته چمتو دي، خو نور جزییات یې ورنه کړل.

پاکستان بیا په دې برید کې هر ډول رول لرل رد کړي او هندوستان یې تورن کړی چې مخکې له دې چې د پېښې سمې څېړنې وکړي، پر دوی یې ملامتي اچولې ده.

نریندرا مودي د بهارتیا جناتا ګوند له مشرانو سره د کابینې غونډه کړې څو د هند له خوا ددې حملې په وړاندې پر عکس العمل غور وکړي.

د هند د حکومت یو لو پوړي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، زموږ لومړیتوب دا دی چې ټولې دفاعي اډې پیاوړې کړو.

ددې هندي چارواکي په وینا دا ټکان ورکونکې ده چې زموږ په ستراتیژیک موقیعتونو برید کېږي.

هندي سرتېرو همدارنګه د پاکستان سره د یوري په سیمه کې د کنټرول لاین په درې برخو کې نرۍ جوړې شوې لارې لټولې چې د لوړ پوړو هندي پوځي افسرانو په وینا ښايي وسله وال له همدې لارو هندي کشمیر ته د برید لپاره اوښتي وي.

د پاکستان او هند ترمنځ کنټرول لاین ته نور ځواکونه هم استول شوي.

دا سیمه لا د مخه د هندي او پاکستاني سرتېرو ترمنځ پر یو بل د بریدونو شاهده وه.

په عین حال کې د هند پوځ ویلي چې درې ټپي سرتېري چې روغتیايي وضعیت یې ښه نه و نوي ډیلي ته پوځي روغتون ته انتقال شوي دي.

په برید کې ډېر کسان د سوځېدنې له کبله وژل شوي، ځکه د چاودېدونکو موادو له کبله د پوځي لېوا په خېمو کې په داسې حال کې اور ولګېده چې ګڼ سرتېري په خوب ویده وو.

هندوستان په مسلمان مېشتې هندي کشمیر کې، پاکستان د قانون د حاکمیت په وړاندې د بغاوت په هڅولو تورنوي.

هندي جنرال رنبیر سینګ ویلي دا برید د جیش محمد په نوم پاکستانۍ وسله والې ډلې کړی دی.

تر اوسه هیڅ چا ددې برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی او پاکستان هم هندي کشمیر ته د وسله والو استول رد کړي دي.

بل خوا افغان ولسمشر اشرف غني چې تازه د هندوستان له سفره راستون شوی پر هندي سرتېرو دا برید غندلي.

د ولسمشر غني د ویندوی دفتر په یوې خبر پاڼې کې د نوموړي له خولې ویلي:

"تروریزم د سیمې او نړۍ د ثبات او امنیت پر وړاندې خطر دی او د دغه مشترک خطر د دفعه کولو لپاره د سیمې او نړۍ د هېوادونو ګډې ستراتیژۍ ته اړتیا ده."

کشمیر د ۱۹۴۷ میلادي کال راهیسې د هندوستان او پاکستان ترمنځ ویشل شوی دی.

دا سیمه تل ددې دوو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ مهم سبب و دواړو هېوادونو تر اوسه ددې سیمې پر سر درې ځلې لویې جګړې کړي دي.

XS
SM
MD
LG