د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

نیوز: د افغانستان په اړه ناسم پوهاوی


د نیوز پاکستانۍ ورځپاڼې د افغانستان په وړاندې د پاکستان پر پالیسۍ انتقاد کړی او په دې اړه یې یوه لیکنه کړې چې سرلیک یې دی "د افغانستان په اړه ناسم پوهاوی."

ورځپاڼه وايي، پاکستانیان که د هرې سیاسي نظریې سره تړاو ولري، ډېر کم یې افغانستان د خلکو یو خپلواک هېواد ګڼي.

ورځپاڼه وايي، یوه ډله ښي اړخي پاکستانيان داسې دي چې د دوی لپاره افغانستان داسې یو هېواد دی چېرې چې موږ د هندوستان خلاف خپله داخلي جګړه پرمخ بېولی شو.

ورځپاڼه وايي، دا ډله افغانستان بیخي خپل کور نه ګڼي، خو داسې یو ځای یې ګڼي چې د کور ګټې په کې ترلاسه کېدای شي.

داسې لکه د مصباح ټیم چې په عربي متحدو اماراتو کې کرکټ کوي.

لیکوال وايي، د افغانستان په اړه دا نظریه هغه مهال ډېر زور اخلي کله چې له هندوستان سره ددې هېواد د اړیکو مسئله رامخې ته کېږي.

لیکوال لیکي، د ایران او هندوستان ترمنځ د چاه بهار د بندر تړون په وړاندې چې افغانستان یې هم برخه ده زموږ عکس العمل ښيي چې موږ څنګه هر څه ته د هندوستان د عینکو څخه ګورو او د افغانستان خپل ارزښت له پامه غورځوو.

لیکوال د افغانستان په وړاندې په بېلابېلو سوداګریزو، اقتصادي او سیاسي برخو کې د پاکستان پر پالیسي انتقاد کوي او د لیکنې په پای کې وايي، که چېرې د دښمنانه نیشنلیزم او ځان غوښتنې یو مرکب ته پالیسي ویل کېدای شي، نو بیا زموږ افغان پالیسي یوازې یوه ستونزه لري او هغه دا چې موږ ته افغانستان او ددې هېواد د خلکو ستونزې مهمې نه دي.

د لیکوال په وینا د پاکستان او افغانستان د خلکو ترمنځ د ټول شریک میراث سربېره پاکستان هیڅکله هڅه نه ده کړې چې افغانستان او کلتور یې وپیژني.

د نیوز ورځپاڼې همدارنګه د افغان کډوالو په وړاندې د پاکستانۍ پر پالیسۍ انتقادونه کړي او هغه یې د سیاسي انګېزو او افغانستان سره د اړیکو له مخې بدلیدونکې بللې ده.

ایکانومیسټ:

د ایکانومیسټ اونیزې هم په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه لیکنه کړې او وايي، پاکستان غواړي دا کډوال بېرته هېواد ته ستانه شي.

ورځپاڼې لیکلي د ډسمبر په یودیرشمه نېټه په پاکستان کې د مېشتو یو نیم میلیون افغان کډوالو د استوګنې د کارتونو موده پای ته رسېږي او له دې سره به دا کډوال چې مخکې یې اسناد لرل اوس له یو ورک قانوني برخلیک سره مخ وي.

اونیزې همدارنګه اټکل کړې چې یو میلیون بې اسنادو افغانان هم په پاکستان کې دیره دي چې د پاکستاني چارواکو په وینا د نومبر له پنځلسمې نېټې وروسته به ویزې ته اړتیا ولري.

ورځپاڼه وايي، که څه هم داسې ضرب الاجلونه مخکې تر دې غځول شوي او یا له پامه غورځول شوي، خو اوس داسې نښې نښانې ښکاري چې پاکستاني چارواکي دا ځل جدي دي.

دوی بانکونه اړ کړي چې د کډوالو اکاونټونه وتړي او له موبایل کمپنیو یې غوښتي چې د کډوالو سیم کارټونه لغوه کړي.

اونیزه لیکي، په پاکستان کې ګڼو افغان کډوالو اوس دا پیغام ترلاسه کړی دی چې دوی نور په پاکستان کې ځای نه لري.

XS
SM
MD
LG