د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۴

راتلونکي اوونۍ د م.م غونډه کې د کډوالو پر بحران بحث کېږي


د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د پیل په غونډه کې به د لومړي ځل لپاره د کډوالو د بحران په اړه بحث وشي.

په دې سرمشریزه کې به د کډوالو د ستونزې لپاره چې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو لویه ستونزه ده د نړۍ د هېوادونو د ګډ غبرګون په اړه خبرې وشي.

اوس مهال شاوخوا ۶۵ میلیونه انسانان په ټوله نړۍ کې د مهاجرت په حال کې دي.

دوی د سوریې د جګړې په څېر د کړکیچونو او د فقر او استبدادي رژیمونو له لاسه له خپلو مېنو وتلو ته اړ شوي.

د سرمشریزې د پیل په غونډه کې به د ملګرو ملتونو ۱۹۳ غړي هغه سیاسي پریکړه‎لیک چې د بشري حقونو د ډلو په وینا د کډوالو د ستونزو له حل سره لازمه مرسته نه‎شي کولای، تائید کړي.

په پام کې ده چې د سې شنبې په ورځ ولسمشر بارک اوباما د هغې غونډې کوربه وي چې شاوخوا ۴۰ هېوادونه ګډون په‎کې کوي.

په دې غونډه کې به له کډوالو سره د مرستې پر نویو تدابیرو خبرې وشي او دا هېوادونه به یا د کډوالو د یوې برخې د منلو او یا هغو ته د کار او تعلیم د فرصتونو په برابرولو کې د مرستې ژمنې کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې سامانتا پاور پرون وویل، په دې غونډه کې به د کډوالو ټولې ستونزې حل نه‎شي خو د نړۍ مشران به په دې برخه کې خپله سیاسي اراده څرګنده کړي.

اوس مهال د ټولې نړۍ نېږدې نیمايي کډوال په اتو هېوادو کې دیره دي.

دا هېوادونه ترکیه، پاکستان، لبنان، ایران، ایتوپیا، اردن، کینیا او یوګندا دي.

د بریتانوۍ مرستندویې ټولنې اکسفام د معلوماتو له مخې پروسږکال د نړۍ په شپږو شتمنو هېوادونو- امریکا، برتانیا، جرمني، فرانسې، جاپان او چین کې یوازې یو اعشاریه اته میلیونه کډوال دیره وو چې د ټولې نړۍ د کډوالو په سلو کې اووه برخه جوړوي.

د سوریې پنځه کلنه جګړه به د دې سرمشریزې د اجنډا په سر کې وي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله به د دې جګړې په اړه چې په ترڅ کې یې په تېرو پنځو کلونو کې څه باندې درې سوه زره خلک وژل شوي د چهارشنبې په ورځ هغه مهال بحث وکړي چې د امنیت شورا غړي په سوریه کې د جګړې د ختمولو لپاره د هڅو په ترڅ کې د امریکا او روسیې د موافقې په اړه غونډه وکړي.

په داسې حال کې چې په سوریه کې له دوشنبې ورځې راهیسې یو اوربند ټینګ شوی، د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران به د امنیت شورا غونډې ته د خپلو هڅو په اړه وینا وکړي.

عمومي اسمبله به همدا راز د زینوفوبیا Xenophobia یا له پردیو د ویرې پرضد نړیوال کمپاین هم پیل کړي او دا په داسې حال کې ده چې د مسلمانانو او مکسیکویانو پرضد د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو د کاندید ډونالډ ټرمپ څرګندونو لانجې رامنځ‎ته کړې دي.

تمه ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما به هم عمومي اسمبلې ته وروستۍ وینا وکړي.

د ولسمشر په توګه د اوباما د کار دوره د ۲۰۱۷ کال په جنوري میاشت کې پای ته رسېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون به هم خپله وروستۍ وینا واوروي.

د سرمنشي په توګه د ښاغلي بان د لس کلنې کاري دورې ختم ته یوازې درې میاشتې پاتې دی.

XS
SM
MD
LG