د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

افغانستان ته د هند له لوري د بورسونو د ورکړې هرکلی


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د هند له لوري افغانستان ته د ۱۰۰۰ تحصیلي بورسونو له ورکړې هرکلی کوي.

دا وزارت وايي چې د هندوستان له‌خوا افغانستان ته د ۱۰۰۰ تحصیلي بورسونو په ورکولو سره به د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم ټینګې شي.

د دغه وزارت ویاند محمد فیصل امین د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د هندوستان له خوا دغه بورسونه به د افغان زده کوونکو ظرفیت لوړ او د لوړو زده کړو په برخه کې به ګټور تمام شي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ویاند محمد فیصل امین
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ویاند محمد فیصل امین

امین زیاته کړه:

"دغه تحصیلي بورسونه زموږ په ګروپي بورسونو پورې مربوط دي، دغه بورسونه د بېلابېلو انساني او طبیعي علومو په برخه کې دي، دغه زموږ له ګروپي بورسونو څخه اضافي بورسونه دي، بناً د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د دغو اضافي بورسونو له ورکولو څخه هرکلۍ کوي."

ښاغلي امین زیاته کړه چې افغانستان ته د هندوستان له‎خوا د بورسونو ورکولو لړۍ له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې روانه ده او دغه بورسونه په کال کې له ۵۰۰ څخه اوس ۱۰۰۰ ته لوړ شوي دي.

په کابل کې د هند سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا لپاره ‎یې دا بورسونه ورکړي چې په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ میلادي کلونو کې به افغان محصلانو ته ووېشل شي.

په اعلامیه کې راغلي چې دا بورسونه د لېسانس، ماسټرۍ او دُکتورا لپاره ورکول کېږي چې د افغانستان د لوړو زده‎ کړو وزارت او په کابل کې د هند سفارت به‎ یې په شرایطو برابرو کاندیدانو ته ووېشي.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو څو کلونو کې د هندوستان تر څنګ یو شمېر نورو هېوادونو لکه ترکېې، جاپان او چېن هم یو شمېر تحصیلي بورسونه افغانستان ته ورکړي دي.

د کابل پوهنتون یو شمېر استادان د دغو تحصیلي بورسونو د ویشلو په برخه کې اندیښنه لري او واېي چې په تېرو کې دغه ډول تحصیلي بورسونه هغو کسانو ته ویشل شوي وو چې د هغه ځای د تدریس په ژبه بلد نه وو.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسې علومو استاده حمیرا حقمل واېي، هغه وخت دغه تحصیلي بورسونه ګټور تمامیدلای شې چې وړو کسانو ته وویشل شي.

اغلې حقمل زیاتوي:

"دغه تحصیلي بورسونه باید هغو کسانو ته وویشل شي چې په بهر کې د لوړو زده کړو د تر سره کولو وړ وې او زه باوري یم دغه کسان چې بېرته افغانستان ته را ستنیږي لوړ کدرونه به وي."

خو د لوړو زده کړو وزارت واېي چې دغه تحصیلي بورسونه به د ازموینې له مخې چې د سفارت استازي، مشرانو جرګه او ولسي جرګه به ېې نظارت کوي وویشل شې.

د ولسي جرګې د معارف او لوړو زده کړو د دیني او فرهنګې کمېسیون غړې حمیرا ایوبي واېي چې د دغو تحصیلي بورسونو پر ویش څارنه کوي او په خبره ېې بورسونه به د وړتیا او ولایتونو د سهمیې له مخې وویشل شي.

ایوبي زیاته کړه:

"د تحصیلي بورسونو معیاري ګروپونه شته، د هغه فشار له کبله چې پارلمان د لوړو زده کړو پر وزارت راوړې دی، د تحصیلي بورسونو ویش ډېر واضح دی."

خو اغلې ایوبي واېي چې د هغو تحصیلي بورسونو ویش چې، د سفارتونو له‎خوا ویشل کېږي دوی پرې نظارت نه لري او ښايي ستونزې هم موجودې وي.

د دوست هېواد هندوستان له‎خوا دغه تحصیلي بورسونه په داسې وخت کې افغانستان ته ورکول کېږې چې دغه هېواد ته د ولسمشرمحمد اشرف غني د صفر په ترڅ کې له افغانستان سره د یو میلیارډ ډالرو مرستې ژمنه هم شوې ده.

سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG