د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

د افغانستان نړیوال کېدو لپاره د غني هڅې


هند ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني د سفر په اړه ډیپلوماټ خپرونې هم "د افغانستان نړیوال کېدو لپاره د اشرف غني هڅې" تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې ده.

د لیکوال شان سنو په باور، افغانستان چې د جنوبي او مرکزي اسیا هېوادونو ته د دروازې حیثیت لري، تل د خپلو ګاونډیو تر ترحم لاندې اوسیدلی دی.

د افغانستان جغرافیايي اهمیت دا هېواد د سترو قدرتونو د نیابتي جګړې پر ډګر بدل کړی دی.

شان سنولیکي:

د افغانستان دې ځانګړتیاچې وچه کې پروت او د نورو په پرتله وروسته پاتې دی، دا هېواد د ګاونډیو لپاره په هدف بدل کړی دی.

له افغانستانه د تاریاکو او قیمتي ډبرو د قاچاق لارې ازبکستان، ترکمنستان او پاکستان ته رسیدلې او د دې هېواد تور مارکیټ سرحدي سیمو کې د افراطي ډلو او جنایتکارانو فعالیت زیات کړی دی.

د ډیپلوماټ د دې مقالې په یوه بله برخه کې راغلي:

د افغانستان د مرکزي حکومت د ثبات له‎منځه وړل، د دې هېواد د هغو ګاونډیو د لوبې اصلي نوم دی چې له کابله د ګټې ترلاسه کولو لپاره غواړي چې دا هېواد داسې په ګونډو کړې چې د تور مارکیټ او قاچاق مخنیوی ونه‎کړي.

د ډپلوماټ د دې مقالې لیکوال وړاندې لیکي:

د افغانستان ځانګړي موقعیت ته په پام، اشرف غني داسې پروګرام پیل کړی چې د افغانستان ګاونډیان سمې لارې ته راولي.

نړیوالتوب، یا انټرنشنېلېزم د اشرف غني د ادارې لپاره اساسي ټکی شوی دی.

د غني حکومت د افغانستان او ګاونډیانو ترمنځ د متقابلې اقتصادي اتکا پیدا کولو، د ګډو ګټو د سرچینو موندلو او پر اقتصادي ګټو د ولاړو روابطو ټینګولو هڅې کوي.

د ډیپلوماټ خپرونې د دې مقالې د لیکوال په باور، غني دا هڅې د دې لپاره کوي چې پخواني رقیبان یې مجبور شي چې د خپلو اقتصادي ګټو لپاره د کابل په وړاندې دوستانه کړن‎لارې جوړې کړي.

سنفرانسیسکو کرونیکل خپرونې د "هند او افغانستان له افراطي ډلو د ملاتړ د ختم غوښتنه وکړه" تر سرلیک لاندې په یوه راپور کې هند ته د ولسمشر محمد اشرف غني سفر ته کتنه کړې ده.

د افغانستان او هند مشرانو د چهارشنبې په ورځ تر لیدنې وروسته، غوښتنه وکړه چې په سیمه کې د تروریستانو د پناه ځایونو، مالي سرچینو اوملاتړ زغم بایدختم شي او په ټوله سیمه کې د لا زیات تشدد د خپریدو مخنیوی وشي.

په راپور کې راغلي، نریندرا مودي او محمد اشرف غني د معمول خلاف، دا وار د ترورېزم او تروریستي ډلو له امله سیمې ته د متوجه ګواښ په اړه په خبرو کې په زغرده د پاکستان نوم نه‎دی اخېستی.

دواړو مشرانو د مجرمینو د استرداد قرداد وکړ. هند افغانستان ته د یو میلیارډ ډالر مرستې ورکولو ژمنه هم وکړه.

د سنفرانسیسکو کرونیکل په رپوټ کې زیاته شوې چې غني او مودي په خپلو کې د امنیتي او دفاعي همکاریو پر پراختیا هم ټینګار کړی خو په‎دې اړه یې د جزئیاتو له څرګندولو ډډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG