د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۹

سوريه کې د اوربند لومړې ورځ ښه تېره شوه


په سوريه کې د اوربند لومړې ورځ په ښه توګه تېره شوه.

ځايي خلکو ويلي چې له کلونو جګړې او ناکرارۍ وروسته د اوربند په لومړې ورځ کراري وه.

د روسیې او امریکا په منځګړيتوب رامنځته شوی اوربند د دوشنبې په ورځ پيل شو.

د موافقې له مخې به د بشار الاسد د ځواکونو او يو شمېر یاغي ډلو تر منځ جګړه دريږي خو سخت دريځې ډلې لکه داعش د دې موافقې برخه نه دي.

اسوشېټېډ پريس خبري اژانس راپور ورکوي چې په حلب ښار کې هم د حکومت تر کنټرول لاندې لويديځ او د ياغيانو تر کنټرول لاندې ختيځ کې شپه پرته له هوايي او راکټي حملو تېره شوه.

د اسوشېټېډ پريس خبري اژانس خبريال د حکومت تر کنټرول لاندې دمشق او د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمو څخه راپور ورکړی چې هلته کراري وه او ځايي اوسېدونکو له دې کراري څخه په استفادې د اختر ورځ ولمانځله.

د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې چې په بریتانيه کې دفتر لري، ويلي د جګړې لومړې کرښه کې بشپړه چوپتيا او کراري وه.

د سوريې دولتي رسنيو راپور ورکړی چې په حُمص ولایت او حلب ښار کې ياغيانو له اوربنده خال خال سرغړونې کړي دي خو د لويو پيښو راپور نه دی ورکړل شوی.

د امریکا د بهرنيو چارو وزیر جان کري واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي چې اوس ډېر وختي دی چې د اوربند د نتايجو په اړه خبرې وشي خو له ټولو لوريو يې غوښتنه وکړه چې له دې فرصته ګټه پورته کړي.

ده له خپل روسي سيال سرګي لاوروف سره کړي موافقې ته په اشاره وويل چې دا پلان به په راتلونکو ورځو کې نتيجه ورکړي او زه له ټولو خواوو غوښتنه کوم چې د دغه اوربند ملاتړ وکړي ځکه دا ښايي د يو موټي سوريې د ژغورلو اخري فرصت وي.

که دغه اوربند د يوې اوونۍ لپاره دوام وکړي، واشنګټن او مسکو به د اسلامي سخت دريځو د ځپلو په مقصد بې ساري ګډ عملیات پيل کړي.

په دغو ډلو کې د القاعده اړونده د فتح شام جبهه هم شامله ده.

د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير میخايل بوګدانوف ويلي، د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټيفن ډي مسټورا کولای شي د اکتوبر مياشتې په لومړيو کې حکومتي چارواکي او د حکومت مخالفين د سولې نوو خبرو ته راوبولي.

کري ويلي د ملګرو ملتونو په مرسته د سولې مذاکرات د ريښتوني او ممکن حل يوازينۍ لاره ده.

خو د اوربند د موافقې په اړه اوس هم انتقادونه شته چې ايا دوام به وکړي که نه.

د حکومت مخالفينو تراوسه پر دغه موافقه او خپلو غوښتنو چې دا اوربند به څه ډول څارل کېږي، په رسمي توګه لاسليک نه دی کړی.

د يو شمېر ياغي ډلو له‎خوا د دوشنبې په ورځ په ګډه اعلاميه کې ویل شوي چې دوی په داسې حال کې اوربند نه‎شي پلی کولای چي ملکي وګړي ځورول کېږي.

XS
SM
MD
LG