د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

افغان حاجیانو له کومې پېښې پرته د حج مراسم تر سره کړل


افغان حاجیانو د نړۍ د میلیونونو نورو مسلمانانو سره یو ځای پرون په سعودي عربستان کې د حج مراسم ترسره کړل.

په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر وايي، افغان حاجیانو پرون یکشنبې د عرفات مراسم د نړۍ د نورو مسلمانانو سره یو ځای له کومې پېښې پرته پرځای کړل.

هغه زیاته کړه چې سعودي چارواکو د حج د سږنیو مراسمو لپاره غوره تدابیر نیولي وو.

سید جلال کریم پرون ازادي راډیو ته وویل چې د حج په سږنیو مراسمو کې نظم د تېر کال په مقایسه بهتره و او حاجیان د عرفات له مراسمو وروسته مزدلفې ته ولاړل.

هغه زیاته کړه:

"ټول افغان حاجیان په خیر او روغ دي، زه خپله مکې مکرمې ته ورغلم او هغه ودانۍ مې وکتلې چې افغان حاجیان په کې اوسېږي، هغوی د سږنیو اسانتیاوو څخه خوشاله وو، د استوګنې ځای او خواړه یې ښه وو او له خطرناکو ناروغیو هم خوندي وو، ټول افغان حاجیان په ارامه منا او له هغه عرفات ته انتقال شوي،موږ د سعودي د حکومت منندوی یوو."

له بلې خوا د سعودي عربستان چارواکو ویلي چې د حج د سږنیو مراسمو لپاره یې شدید امنیتي تدابیر نیولي او حاجیانو ته یې ټولې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

افغان حاجیانو د نړۍ د نورو مسلمانانو سره یو ځای پرون ورځ د عرفات پر غونډۍ تېره کړه او په ریاض کې د افغان سفیر په وینا وروسته مزدلفې ته روان شول.

سږ کال د افغانانو په شمول د نړۍ له بېلابېلو هېوادونه څخه دوه نیم میلیونه مسلمانانو د حج په مراسمو کې برخه اخیستې.

افغان سفیر سید جلال کریم وايي، افغان حاجیان به نن د شیطان ویشتلو او ورپسې د قربانۍ مراسم پرځای کړي او په منا کې به پاتې شي:

"زموږ حاجیان درې ورځې مکمل په منا کې پاتې کېږي، قرباني کوي او له دې وروسته به په خیر خپل هېواد ته ستانه شي."

په سعودي عربستان کې د افغان سفیر په وینا له عربستان څخه بېرته افغانستان ته به د حاجیانو لومړۍ الوتنه د سپټمبر د میاشتې په ۱۸ نېټه وشي.

ټاکل شوې وه سږکال دیرش زره افغانان د حج د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي، خو مسجد الحرام او د طواف په سیمه کې د بیارغونې او پراختیا د روانو چارو له کبله دا شمېر راکم کړای شو.

XS
SM
MD
LG