د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

نړیوالو ورځپاڼو د ۲ بهرنیو استادانو ژغورنې عملیاتو په اړه تبصرې کړي


یو شمېر لوېدیځو ورځپاڼو د امریکا د ځانګړو ځواکونو د هغو عملیاتو په اړه لیکنې خپرې کړې چې په دې وروستیو کې یې په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون د دوو تښتول شویو استادانو د خوشې کولو لپاره کړې دي.

ګارډین:

له بریتانیا خپریدونکې ګارډین ورځپاڼې ویلي، دا عملیات چې د سپینې ماڼې په سپارښتنه ترسره شوي، کومې نتیجې ته ځکه نه دي رسېدلي چې تښتول شوي استادان د کابل په هغه سیمه کې نه وو ساتل شوي چېرې چې دا عملیات شوي.

په دې استادانو کې یو امریکایي او بل استرالیایي دی چې د اګست د میاشتې په اوومه نېټه کې کابل کې وتښتول شول.

د ورځپاڼې په وینا تښتونکو چې د پولیسو یونیفورم یې په تن و، په کابل کې امریکايي پوهنتون ته نږدې ددې دوو استادانو د موټر ښيښې ماتې کړې او هغوی یې ځان سره بوتلل.

نیویارک ټایمز:

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا په یوې لیکنې کې د امریکا د دفاع د وزارت د ویاند پیټر کوک له خولې ویلي، د برمته شویو د ژغورنې عملیات یو ډېر حساس او خطرناک اقدام دی او باید ډېر دقت وشي چې په کې برمته شویو کسانو ته زیان ونه رسېږي.

د ورځپاڼې په وینا د انسان تښتونې په سوداګرۍ کې د حقانې شبکې تر بلې هرې ډلې مخکې ده او لویه ستونزه په کې داده چې دا ډله چې کله څوک تښتوي، به ډېره چټکۍ یې د ډیورنډ له کرښې اغاړه په قبایلي سیمو کې خپلو خوندي مرکزونو ته انتقالوي، چېرې چې د ژغورنې لپاره یې د امریکا د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو ترسره کول اسانه کار نه دی.

د نیویارک ټایمز په وینا له کابل څخه د تښتول شویو دې دوو پروفیسرانو په اړه هم ښايي همدا مسله صدق وکړي، ځکه تر اوسه هیڅوک دا نه شي تاییدولی چې دا دوه کسان دې اوس هم افغانستان کې وي.

اکانومیست:

د اکانومیست ورځپاڼې بیا په خپلې تازه ګڼې کې د پاکستان څخه افغانستان د افغان کډوالو د ستنېدو د بهیر د چټکتیا په اړه لیکنه کړې او د هغو لاریو عکسونه یې خپاره کړي چې افغان کډوال په کې خپل هېواد ته ستنېږي.

دا ورځپاڼه پر افغان کډوالو د پاکستاني چارواکو د زیاتیدونکي فشار یادونه کوي او په یو ځای کې وايي، د پاکستان حکومت پر بانکو فشار راوړی چې د افغان کډوالو بانکي اکاونټونه وتړي، پر ټلیفوني شبکو یې زور راوړی چې د افغان کډوالو سیمکارټونه لغوه کړي، د کورونو پر خاوندانو یې ټینګار کړی چې د افغان کډوالو سره د اجارې او یا کرایې قراردادونه فسخه کړي.

ورځپاڼه وايي، پر پاکستاني پولیسو تور دی چې د افغانانو پر کورنو، دوکانونو او د کاروبار پر ځایونو چاپي وهي او هغوی اړ کوي چې په پاکستان کې خپل کاروبار وتړي او خپل هېواد ته ستانه شي.

ایکانومیسټ وايي دا مهال افغانستان ته د میاشتې په لسګونو زره افغان کډوال له پاکستان څخه ستنیږي او د لوی اختر وروسته به دا شمېر نور هم زیات شي.

XS
SM
MD
LG