کابل ګارنېزیون خبرداری ورکوي چې وسلهوال مخالفین هڅه کوي غټې غونډې او مظاهرې د انتحاري حملو او چاودنو لاندې راولي.
د کابل ګارنېزیون قوماندان ګل نبي احمدزي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په دې لړ کې د وسلهوالو مخالفینو ډېره هڅه دا ده تر څو د شهید اوونۍ د لمانځلو مراسمو په ترڅ کې د کابل امنیت ګډوډ کړي.
هغه وايي چې دوی ته رسېدلي راپورونه ښيي چې وسلهوال مخالفین له بل هر وخته په ډېره هڅه کې دي چې په کابل کې د شهید اوونۍ د لمانځلو پر مراسمو حملې وکړي.
ښاغلي احمدزي زیاته کړه:
"د شهید اوونۍ په خاطر موږ خپل لازم تدابیر لرو ځکه چې پوهېږو د هېواد د دښمنانو ډېر ترورېستي فعالیتونه په کابل کې متمرکز دي، موږ د احمدشاه مسعود له پلویانو غواړو چې د قطارونو د جوړېدو، په کوڅو او سړکونو کې د ګرځېدو څخه ډډه وکړي."
امنیتي چارواکي داسې وخت له نورو ګواښونو خبر ورکوي چې په تېرو درېیو ورځو کې کابل د درېیو غټو حملو شاهد وو.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په شهرنو او د دفاع وزرات مخې ته په شویو حملو کې شاوخوا څلویښت کسان مړه او له ۱۱۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.
کابل ګارنېزیون که څه هم کابل ته په ننوتونکو څلورو دروازو کې د سختو امنیتي تدابیرو خبره کوي، خو وايي چې د کابل اوسېدونکي باید احتیاط وکړي او پرېنږدي چې د افغانستان دښمنان خپلو اهدافو ته ورسېږي.
په همدې حال کې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د شهید اوونۍ د لمانځلو په مراسمو کې د غیر مسؤله وسلهوالو ډلو ګرځېدو هر کال دا مراسم له ستونزو سره مخ کړي دي.
د دل اغا په نوم یو ځوان د خپلو تېرو کلونو د سترګو لیدلای حال بیانوي.
هغه زیاته کړه:
"هغه خلک چې د احمدشاه مسعود تلین په ورځ ګرځي هوايي ډزې کوي، تېر کال هم دوی یو کس ټپي کړ دا کارونه ښه نهدي، زما په نظر د دې پر ځای باید ختمونه وکړي دا به ښه وي."
د کابل ښار یو شمېر نور اوسېدونکي وايي چې په وروستیو کلونو کې یو شمېر خلکو د خپلو موټرو په رنګولو او وسلو استعمالولو د ښار بڼه تر ډېره له عادي حالته ایستلې وه.
د مسیحالله په نوم یو بل کس ځينې وړاندیزونه لري.
هغه زیاته کړه:
"د دې ورځې څخه باید په ډېر نظم لمانځنه وشي، نه داسې چې خرڅونکو او یا هغه مېرمنو ته چې بېرون وځي زحمت جوړ شي، دا لمانځنه باید په سرخوږي بدله نهشي."
دوی او د کابل ګارنېزیون وايي چې که ځوانان رښتیا غواړي چې د شهید اوونۍ لمانځلو څخه نړیوالو ته یو ښه فرهنګ وښيي باید د ګډوډيو او ډلهییزو ګرځېدو پر ځای چې د هېواد دښمنانو ته د ترورېستي فعالیتونو زمینې برابروي ډډه وکړي او پر ځای یې د قران پاک ختمونه او خیراتونه وکړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ