د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۰۶

ازبکستان حکومت: "کریموف" په نازک حالت کې دی

د ازبکستان حکومت د ولسمشر اسلام کریموف د مړینې خبر تردې دمه نه دی تائید کړی خو کابینې نن اعلان وکړ چې نوموړی په روغتون کې په نازک حالت کې دی.

دا اعلان نن سهار د خلق سوزي Halq Sozi دولتي ورځپاڼې او د کابینې رسمي ویب‎پاڼې خپور کړ.

په بیان کې راغلي چې کریموف د اګسټ په ۲۴ مه روغتون ته انتقال شو، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې وضعیت خراب و او اوس یې ډاکټران وضعیت نازک ګڼي.

خو رویټرز خبري آژانس د ډیپلوماټیکو سرچینو په حواله لیکلي چې کریموف مړ شوی دی.

درېیو ډيپلوماټیکو سرچینو چې رویټرز یې هویت نه‎دی ښودلی تائید کړې ده چې اته اویا کلن کریموف د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.

تر اوسه روښانه نه ده چې د کریموف پرځای به څوک د ازبکستان راتلونکی ولسمشر وي.

ازبکستان د منځنۍ آسیا هغه هېواد دی چې تر ټولو زیات نفوس لري.

د ازبکستان حکومت د کریموف د مړینې خبر تر اوسه نه‎دی تائید کړی
د ازبکستان حکومت د کریموف د مړینې خبر تر اوسه نه‎دی تائید کړی

کریموف خپل ځای ناستی نه دی غوره کړی خو څارونکي وايي چې ښايي د قدرت انتقال په اړه پریکړه د جګپوړو چارواکو او د کریموف د کورنۍ د غړو په ګډون د بندو دروازو شاته وشي.

د څارونکو په باور که دا غونډه د کریموف د ځای ناستي په ټاکلو بریالۍ نه‎شي نو ښايي ازبکستان چې ۳۲ میلیونه وګړي لري بې ثباته شي او د اسلامي دولت ډلې، په څېر د تروریستي ډلو هدف وګرځي.

چارواکو او د کریموف کورنۍ دا خبر له تېرو څو ورځو راهیسې پټ ساتلی و خو د لومړي ځل لپاره د یکشنبې په ورځ کابینې خبر ورکړ چې کریموف په روغتون کې بستر شوی مګر د هغه د نازک حالت په اړه یې هیڅ نه و، ویلي.

د هغې ورځې په سبا د کریموف لور لاله کریمووا پر خپله انسټاګرام پاڼه په یوه بیان کې وویل چې پلار یې مغزي سکته کړې ده.

په ځینو ناتایید شوي راپورونو کې راغلي چې کریموف د اګسټ په ۲۹ مه مړ شوی.

د کریموف د مړینې په اړه شکونه هغه مهال زیات شول چې پرون په پلازمینه تاشکند او نورو لویو ښارونو کې له پخواني شوروي اتحاد څخه د ازبکستان د خپلواکۍ کلیزه د اسلام کریموف په غیاب کې ولمانځل شوه او د هغه د پلرني ټاټوبي سمرقند ښار په بېلابېلو سیمو کې پرون لارې، کوڅې د پاکولو په پلمه بندې شوې او خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېده.

ویل کیږي چې د ازبکستان صدراعظم شوکت میرزایوف سمرقند ته رسېدلی او رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایف هم چین ته خپل سفر لنډ کړی او په پام کې لري چې سبا ازبکستان ته ولاړ شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG