د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

ایشین ریویو: داعش ډله افغانستان کې تر فشارلاندې ده


ایشین ریویو:

ایشین ریویو خپرونه د افغانستان په اړه په یوه مطلب لیکي، داسې ښکاري چې د اسلامي دولت ډله په افغانستان کې تر فشارلاندې ده.

خپرونه د کارپوهانو په وینا لیکي:

هغو د پام وړ زیانونو چې داعش ته په وروستیو کې رسېدلې، دغه ډله یې اړ کړې چې خپل تکتیکونه بدل کړي او ځان وژونکو حملو ته مخه کړي.

په کابل کې د جولای د میاشتې په برید کې چې داعش یې مسؤلیت په غاړه اخېستی، ۸۰ تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زیات نور ټپیان شول.

ایشین ریویو خپرونه لیکي:

څه باندې یو کال مخکې په افغانستان کې د داعش د حضور څرګندیدو افغان ولسمشر اشرف غني اړ کړ چې د امریکا د کانګرس غړیو ته د هغه ستر ګواښ خبرداری ورکړي چې داعش افغانستان او د هغه ګاونډیانو د مرکزي آسیا هېوادونو ته متوجه کړې دی.

خپرونې وړاندې په دې اړه چې ولې داعش ډله په افغانستان کې کمزورې شوې، د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې چې په افغانستان کې سیاسي پېښې له نېږدې څاري، نظر اخېستي چې ویلي یې دي، له نېږدې دوو کلونو راهیسې چې دغې ډلې په منځني ختیځ کې د داعش مشر ابوبکر البغدادي ته بیعت اعلان کړی، د ځان لپاره یې ډېر دښمنان پیدا کړي دي.

د دغې شبکې په وینا د داعش نفوذ ډېر کمزوری شوی او وسله‎وال یې دې ته اړ شوي چې د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې چې یو وخت یې هڅه کوله په دې ولایت کې د ځان لپاره اډه جوړه کړي، یوازې خپل فعالیت په څو کمو ولسوالیو پورې محدود کړي.

ایشین ریویو د سیمه ییزو امنیتي کارپوهانو په حواله لیکي:

د داعش راتلونکې په تېره سیمه کې د خپل نفوذ د پراخوالي لپاره د ناکامو هڅو وروسته په افغانستان کې تیاره ښکاري.

دغو کارپوهانو ویلي چې داعش به د خپلې بقا لپاره خپل فعالیت د یوې انزوایي ډلې په توګه په محلي کچه مخ ته یوسي، یا به هم پټې څانګې جوړي کړي.

ټایم مجله:

ټایم مجلې د افغانستان په اړه په یوه لیکنه کې په هلمند کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون ته پام اړولی دی.

مجلې د فوټو ژورنالېست کادیروان لوهویزن چې په وروستیو کې یې له افغانستانه لیدنه کړې، څرګندونې را اخېستي چې ویلي یې دي، موږ تل دا خبره کړې چې هېڅ خبر د ښه خبر په معنی دی خو کله چې پېښو ته د ټلویزیوني کمرو پام کمیږي، دا ښایي د حالاتو د لا خرابېدو په معني وي.

نوموړی وایي، دې مسئلي ته په پام سره یې د مسؤلیت احساس وکړ چې دغه واقعیت مستند کړي.

ټایم هلمند ته د دغه هالنډي خبریال د سفر او په دې ولایت کې د بې پولې ډاکټرانو له روغتونه د هغه د لیدنې په اړه لیکي:
دغه روغتون چې د ناروغانو لپاره درې سوه بستره لري او شاوخوا یو میلیون کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي د افغانستان په جنوب کې تر ټولو لوی او په هلمند کې یوازینی روغتون دی.

په دغه روغتون کې شاوخوا اوه سوه افغان او پنځه ویشت بهرني کارکوونکي د ماشومانو له څانګې نیولې تر عاجلې، ارتوپیدي، د سوځیدنې، لومړنیو مرستو او جراحي په څانګو کې کار کوي.

ټایم لیکي:

دغه هالنډي خبریال په هلمند کې د ناامنیو یادونه کوي او ویلي يې دي چې د دې ولایت اکثره لېرې پرتې سیمې د طالبانو په لاس کې دي او هغه کسان چې په لښکرګاه کې دغه روغتون ته راځي، د جګړو له کرښو تېریږي او دې ځای ته رسیږي.

د ټایم په وینا کندز کې د تېر کال د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د بمبارۍ غمیزې، په پاکستان کې پر یوه روغتون ځان‎وژونکې حملې او په یمن کې د بې پولې ډاکټرانو پر یوه روغتون هوایي حملې ته په پام سره د هلمند د روغتون په څېر دا ډول روغتونونه نه یوازې دا چې تل له خلکو ډک وي بلکه جدي اهداف هم ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG