د فېروزکوه فرهنګي انسټیټوټ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د پورټال پروګرام نندارې ته وړاندې کړ.
افغانستان په دې وروستیو کې د پورټال د پروګرام د فعالېدو شاهد شو.
د دې پروګرام له لارې یو فرد یا د خلکو یوه ډله کولای شي چې په لنډه شېبه کې خپل نظریات او لاسته راوړنې، د نړۍ په هرګوټ کې له بل کس یا د خلکو له ډلې سره شریکې کړي.
د فېروزکوه انسټیټوټ مسؤلینو د چهارشنبې په ورځ د پورټال د پروګرام د وړاندې کولو پر مهال وویل، له دې لارې کولای شو چې خپل فرهنګ نړیوالو ته ور وپېژنو.
د دې انسټیټوټ د فرهنګي برخې مشر وهاب مهمند وویل، په لږه موده کې به د پورټال کانټینر د کابل ښار په یوه سیمه کې کېښودل شي او افغانان به ځیني په وړیا توګه ګټه واخلي.
ښاغلي وهاب زیاته کړه:
"پورټال د هغو هنرمندانو او شخصیتونو د پېژندګلوۍ لپاره دی چې اهداف یې هنري او فرهنګي وي، موږ غواړو د دوی ترمنځ یو ارتباطي پُل واوسو، د هغو هېوادونو ترمنځ چې د پورټال په پروژه کې شامل دي."
د پورټال پروګرام څوکاله دمخه د افغانانو لپاره د یو خوب په شان و، خو نن سبا تکنالوژۍ پرمختګ کړی او دوی کولای شي چې پر انټرنیټي خدمتونو سربېره، د پورټال د پروګرام له لارې د نړۍ په نورو سیمو کې تر شلو دقیقو پورې، له یو کس یا د خلکو له یوې ډلې سره، خبرې وکړي او نظریات ور سره تبادله کړي.
دا پهداسې حال کې ده چې افغانستان په څو کلونو جنګونو کې د نوي ټکنالوژې له پرمختګونو وروسته پاتې شوی خو په وروستیو څه باندې لسو کلونو کې له نوې تکنالوژۍ څه نا څه بلد شوی دی.
یو شمېر ځوانان چې د پورټال د پروګرام نندارې ته راټول شوي وو، هیله یې وښوده دغه پروګرام ګټور واوسي.
عبدالمتین ملک زاده وویل:
"زما هنر سرامیک او د سفالي جوړولو افغاني هنر دی او علاقه لرم چې په دې برخه کې څيړنه وکړم او تجربې حاصلې کړم."
همدارنګه د تمنا په نامه یوې نجلۍ ازادي رادیو ته خپل نظر داسې ووایه:
"دا له بهرنیو هنرمندانو سره د اړیکو ټینګولو ښه فرصت دی، ځکه چې افغانان بهرنیو هېوادونو ته په تګ کې د ویزې ستونزه لري او څوک چې غواړي افغانستان ته راشي هغوی، د امنیت ستونزه لري."
د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي، معلوماتي تکنالوژۍ په وروستیو کلونو په هېواد کې د پراختیا په حال کې ده او هڅې کېږي چې په دې برخه کې خلکو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.
د پورټال د پروګرام مسؤلینو دا هم وویل، په پام کې ده چې په نېږدې وختونو کې د افغانستان فرهنګ او هنر د دغه پروګرام له لارې په امریکا کې خلک ننداره کړي.
راپور خان محمد سیند