د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

د ښار جوړونې وزیر کابل کې له ۳۰۰ زیات اپارتمانونه پرانیستل


د افغانستان د ښار او کور جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري د سې شنبې په ورځ د کابل ښار په خوشحال خان مېنه کې د هستوګنې ۳۱۲ بشپړ شوي اپارتمانونه پرانیستل.

سید سعادت منصور نادري وايي چې په راتلونکي کې به د چین او قطر په مرسته افغانستان کې تر ۱۰ زرو زیات اپارتمانونه جوړ شي.

ده وویل، د خوشحال خان مېنې د ښارګوټي جوړولو کار په ۱۳۹۱ لمریز کال کې پیل شوی و او تر یو څه ځنډ وروسته وتوانېدو چې دغه ښارګوټی بشپړ او پرانېزو.

ښاغلي نادري دا هم وویل، په راتلونکې اوونۍ کې به ورته یوه نوې پروژه د کابل په خواجه رواش سیمه کې هم پرانیزي.

نادري: د خوشحال خان مېنې د ښارګوټي د جوړولو کار په ۱۳۹۱ لمریز کال کې پیل شوی و
نادري: د خوشحال خان مېنې د ښارګوټي د جوړولو کار په ۱۳۹۱ لمریز کال کې پیل شوی و

ده د خوشحال خان مېنې د پروژې په هکله وویل:

"د خوشحال مېنې پروژه نن پرانیزو، په راتلونکې اوونۍ کې به د کابل د خواجه رواش پروژه چې د هېواد په کچه د هستوګنې ستره پروژه ده افتتاح کړو، همدارنګه په راتلونکې میاشت کې غواړو چې د اماراتو پروژه چې دا هم د هستوګنې یوه لویه پروژه ده، پرانیزو."

ښاغلي نادري وویل، د خوشحال خان مېنې پروژه ۲۱۰۰۰ متره مربع مساحت لري، اته ۱۰ پوړیزه بلاکونه په‎کې ودان او د اپارتمانونو شمېر یې ۳۱۲ ته رسېږي.

د ښار او کور جوړونې وزارت د معلوماتو له مخې په دې پروژه کې د حکومت او خصوصي سکتور څه یو ۱.۳ میلیارده افغانۍ لګېدلي دي.

د افغانستان د ښار او کور جوړونې وزیر په داسې حال کې د نويو هستوګن‌ځایونو د جوړېدو خبره کوي چې د افغانستان ډېری خلک په مرکز او ولایتونو کې د بې‌کورۍ له ستونزې ځورېږي.

د خوشحال خان مېنې پروژې پرانیست غونډه کې د مدني ټولنې او ملي شورا ځینو استازو هم ګډون کړی وو.

د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون چې د دولتي ودانیزو پروژو د څارنې مسؤلیت لري یوې غړې حبیبې سادات چې په دغې غونډه کې ګډون کړی و وویل، د دې اپارتمانونو د موادو په کیفیت کې ځینې ستونزې شته او هیله ده چې په راتلونکي کې ورته پام وشي.

اغلې سادات زیاته کړه:

"د دې بنسټ ډېر ښه کېښودل شو، خو ځینې ستونزې شته او هغه دا چې په لومړي سر کې د دې پروژې مواد موږ ته په لوړ سټنډرډ تشریح شول خو اوس چې ما وکتل هغسې نه‌دي او د ځینو موادو کیفیت کمزوری دی. څرنګه چې موږ ته ویل شوي وو، هغسې نه‌دي جوړ شوي."

د ښار او کور جوړونې وزارت: هڅه کېږي چې په دغو پروژو کې کېفیت لرونکې مواد وکارول شي.
د ښار او کور جوړونې وزارت: هڅه کېږي چې په دغو پروژو کې کېفیت لرونکې مواد وکارول شي.

د ښار او کور جوړونې وزارت وايي، هڅه کېږي چې په دغو پروژو کې کیفیت لرونکي مواد وکارول شي.

په افغانستان کې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په مرکز او ولایتونو کې د هستوګنې په سلګونو ښار ګوټي جوړ شوي خو د ښار او کور جوړونې وزارت وايي، د دې ښارګوټو ۷۰ سلنه معیاري نه‌دي.

دا وزارت وايي، د ښاري پراختیا د ستراتیژیک پلان له مخې به د غیر معیاري ښار ګوټو د جوړولو مخه ونیسي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG