د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

نورستان کې ښځې وايي، شاقه کارونو یې ژوند ستونزو سره مخ کړی


په نورستان کې ښځې وايي چې دوی د شاقه کارونو سره مخ دي. د کرنې او مالدارۍ تر څنګ ورته د کور کارونه هم ور له غاړې دي.

نورستان هغه غرنی ولایت دی چې د لسګونو کالو راهیسې په‎کې ښځو ته د کرکېلې، ژرندو، له غرونو د خسو، څارویو لپاره د ګیاه راوړل او د دې تر څنګ ورته د کورونو کارونه هم ور له غاړې وي.

د پارون اوسېدونکې زینب ازادي راډیو ته وویل، دوی ټوله ورځ په پټیو کې کار کوي، پټي اړوي، تخمونه په‎کې شیندي، للون کوي، د هوارو ځمکو نه‌درلودو په وجه د جوارو او غنمو هر بوټي ته د اوبو رسول د دوی دنده ده.

مېرمن زینب وايي:

"مشکلات خو ډېر زیات دي، د پټيو کار کوي، درانه کارونه کوي، پیټي په ‎شا کوي، ژرندې ته ځي چې دا له پخوا څخه دود دی."

هغې وویل، د یادو کارونو تر څنګ له غرونو د خسو او څارویو ته د وښو راوړي کله چې کورونو ته راشي نو د کور کار، مېلمنو او د کور خلکو ته خوراک برابرول هم د دوی مسؤلیت دی.

په نورستان کې د ښځو چارو رئیسه مېرمن زاهده فیضان وایي، د ولایت ښځې يې د نورو ولایتونو په پرتله ګڼو اقتصادي او نورو مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي.

هغې وویل، د یادو کارونو ترڅنګ له غرونو د خسو او څارویو ته د وښو راوړلاو کله چې کورونو ته راشي نو د کور کار، میلمنو او د کور خلکو ته خوراک برابرول هم د دوی مسؤلیت دی.
هغې وویل، د یادو کارونو ترڅنګ له غرونو د خسو او څارویو ته د وښو راوړلاو کله چې کورونو ته راشي نو د کور کار، میلمنو او د کور خلکو ته خوراک برابرول هم د دوی مسؤلیت دی.

مېرمن فیضان زیاته کړه:

"د نورستان ښځې تل محدودې پاتې شوي دي، د نورستان خویندې زیاتې شاقه کارې دي، تل لپاره دهقاني کارونه، د غرونو څخه لرګي راوړل د دوی پر غاړه دي."

مېرمن فیضان وايي، ډېر کلونه وړاندې چې کله نورستانیان نورو قومونو سره د خپلې خاورې او پخواني دین د ساتلو په جګړه بوخت و، نو سړي به د جنګ په سنګرونو کې و او ښځې اړ وې چې هغوی ته خوراک پیدا کړي همدا لامل و چې د پټي له اړولو نیولې، د ژرندې او ډوډۍ پخولو پورې ټولې چارې ښځو ترسره کولې او اوس هم دغه ټول کارونه د ښځو پر غاړه دي.

هغې وویل، دوی مرکزي حکومت او مرستندویه ټولنو ته د نورستانیو ښځو ټولې ستونزې رسولي او ترې يې غوښتي چې په ولایت کې ورته د حرفوي زده‌کړو کورسونه جوړ کړي او ښځې له شاقه کارونو راوباسي خو تر اوسه د دوی غوښتنو ته چا مثبت ځواب نه‌دی ورکړی.

د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم هم وايي چې په ولایت کې يې د خلکو غربت او بې‌روزګاري د دې سبب شوې چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره د ښځو په ګډون د کور هر غړی کار وکړي.

ښاغلي عبدالقیوم زیاته کړه:

"د نورستان د خلکو اقتصادي وضعیت په ډېره ټیټه سطحه کې دی، د دې لپاره چې ژوندي پاتې شي مجبور دي چې د کور ټول افراد کار وکړي او یوه مړۍ غذا پیدا کړي چې ښځې هم شاقه کارونه کوي چې په هغې کې د دهقانۍ مسایل هم شامل دي."

والي وايي، هڅې کوي چې د مرکزي حکومت او مرستندویانو پام نورستان ته راواړوي، هلته بېلابېلې پروژې پلي او د خلکو اقتصادي حالت ښه شي.

کارپوهان وايي، د کارونو نشتوالی، د اقتصاد خرابوالی او له تعلیمه لیرې والی د دې سبب شوی چې ښځې او ماشومان شاقه کارونه وکړي څو خپلو کورنیو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG