د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

د المپيک ٢٠١٦ کال سیالۍ په ځانګړو مراسمو سره پاي ته ورسېدې 


د برازيل په ريو کې د المپيک د ٢٠١٦میلادي کال مسابقې په ځانګړو مراسمو سره پايته ورسېدې.

دغه مراسم تېره شپه په ماراکانا سټوډيوم کې ترسره شول.

د المپيک نړيوالې کمېټې مشر توماس باخ د دغو مراسمو د رسمي پاى اعلان وکړ.

د المپيک دغه مسابقې چې ١٦ ورځې يې دوام وکړ، د اول وار لپاره په جنوبي امريکا کې ترسره شول.

په دغو مسابقو کې د ٢٠٦ هېوادونو او د کډوالو د يوې ډلې څه باندې ١١زره او ٣٠٠ ورزشکارو برخه درلوده.

XS
SM
MD
LG