د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

له حکومت نه د افغانستان د بېلابېلو قومونو د استازو غوښتنه!


د افغانستان د بېلا بېلاو قومونو استازي وايي،ژبې د هېواد د فرهنګ یوه برخه ده او د حکومت له خوا د هغو قومونو ځنډي ته کول ورته د منلو وړ نه دي چې د دریمې رسمي ژبې ویونکي دي.

دوی وايي حکومت نه یوازې د دوی ژوند ته پام نه دی کړی، بلکې د هېواد د دریمې رسمي ژبې ویونکي له ستونزو سره مخامخ دي.

یاد استازي وايي کډوالي، غلط سیاستونه او د حکومت نه پاملرنه هغه څه دي چې د هېواد په سیمه ییزو ژبو یې سیوری غوړولی دی.

په هغه څلور ورځنۍ غونډه کې چې دهېواد د دریمې رسیمي ژبې د پراختیا په نوم د یکشنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوې وه، د ازبکو، ترکمنو، پشه يي، بلوڅو او نورستاني قومونو استازيو حکومت د هېواد سیمه ییزو ژبو ته په نه پاملرنې تورن کړ.

د پشه يي قوم استازي محمد زمان قولماني له حکومت څخه د ژبو د بډاینې په اړه داسې غوښتنه وکړه:

"حکومت د اساسي قانون له مخې مکلفیت لري په هغو سیمو کې چې خلک یې په اکثریت ژبو لکه ازبکي، ترکمني، بلوڅي، نورستاني، پشه يي او پامیري خبرې کوي، له پښتوــ دري سربېره د هېواد دریمه رسمي ژبه بلل کېږي، حکومت مکلف دی چې د دغو ژبو د پراختیا او د تدریس لپاره زمینه برابره کړي."

په دغه غونډه کې د افغانستان د بېلابېلو قومونو استازو ګډون کړی و.

یادو استازو ویل، که حکومت د دریمې رسمي ژبې د ساتنې او رواجولو لپاره ګټور پرواګرامونه تر لاس لاندې ونه نیسي، د هېواد فرهنګ او ژبې به له ستونزو سره مخ شي.

د نورستاني قوم استازي امان الله نورستاني له حکومت و غوښتل چې باید په هېواد کې رایجې ژبې په درسي او ښوونیز سیسټم کې داخلې کړي:

"داسې په دې غونډه کې خپله اراده جوته کړه، تر خپلو امکاناتو موږ مصمیم یو چې ستاسو غوښتنې ومنو او په ګډه د ژبو په پراختیا او ترویج لپاره هلې ځلې وکړو."

که څه هم ژبپوهان د افغانستان د مروجو ژبو د شمېر په اړه بېلابېل نظرونه لري، خو د افغانستان د بېلابېلو قومونو ځینې استازي په هېواد کې د مروجو ژبو شمېر له څلویښتو زیات یادوي.

دا لومړی ځل دې چې افغان چارواکي د سیمه ییزو ژبو د پراختیا لپاره داسې یو غوڼډه رابولي.

د غونډې ګډونوال وايي چې د دغې څلور ورځنۍ غونډې په پای کې به خپلې غوښتنې له حکومتي چارواکو سره شریکې کړي.

بلخوا د افغانستان د قومونو قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل وايي د افغانستان د سیمه ییزوژبو د ساتلو لپاره له بل هر وخت زیات پروګرامونه لري.

په ورته وخت کې افغان ولسشمر محمد اشرف غني او د هغه لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په خپلو جلا پیغامونو کې د سیمه ییزو ژبو پر پراختیا ټينګار وکړ.

د افغانستان د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت هم په یاده غونډه کې ژمنه وکړه چې د هېواد رایجې دریمې رسیمي ژبې به په خپل ښوونیز سیسټم کې ځای پرځای کوي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG