د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

کابل بازانو د کرېکټ شپږېزې اتلولي وګټله


د کرکټ د شپږیزو سیالیو په پای لوبه کې نن د کابل بازانو لوبډله وتوانېده چې مس عینک ټیم ته ماتې ورکړې او د سیالیو اتلولي خپله کړي.

د کابل بازانو د ټيم روزونکی دولت احمدزي ازادي راډيو ته وویل چې د سیالۍ پچه یا ټاس د مس عینک ټیم وګاټه او د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره یې په ۲۰ اورونو کې ۱۳۹ منډې خپلې سیالي ډلې ته هدف وټاکه.

د کابل بازانو لوبډلې په ۱۷ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره وتوانېد چې ټاکلی هدف ترلاسه کړي او سیالۍ وګټي.

د دغې سیالۍ غوره لوبغاړی شهزاد محمدي وټاکل شو.

په کابل کې د شپږیزو سیالۍ د افغانستان د پنځو زونونو څخه د پنځو ټیمونو او د کابل څخه د یوه ټیم په ګډون او همدارنګه د شپږو پاکستانیو لوبغاړو او یوه د زیمبابوې د لوبغاړې په ګډون شاوخوا دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې چې نن د کابل بازانو د ټيم په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې.

XS
SM
MD
LG