د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

اسلامي سخت‌‌ دريځي د لرغونو اثارو د له‎منځه وړلو په لټه کې


له مالي تر افغانستانه، له سوريې تر عراقه، اسلامي سخت‌‌ دريځي په دوامداره توګه د نړۍ د لرغونو اثارو د له‎منځه وړلو په لټه کې دي ځکه چې دا اثار غېر اسلامي بولي.

د مالي ټيمبکټو ښار چې د ۳۳۳ وليانو ښار هم بلل کيږي او په یونېسکو کې د نړۍ د لرغونو ابداتو په لېست کې هم ثبت شوی دی، په مياشتو د سخت دريځو تر حملو لاندې وو.

د ۲۰۱۲ میلادي کال په جون مياشت کې له القاعده سره اړوندو سخت دريځو د دې ښار له مقبرو او مهمو ابداتو څخه ۱۴ له‌منځه یوړل.

ځيني لرغوني ابدات او مقبرې یې د پنځلسمې او شپاړسمې پيړۍ د ټيمبکټو ښار د طلايي دورې اقتصادي، فکري او معنوي مرکزونه ګڼل کېدل.

فرانسې خبري اژانس په خپل راپور کې يادونه کوي چې ټاکل شوې ده د دوشنبې په ورځ نړيواله جنايي محکمه د يوه جهادي قضيه پرانېزي چې د مالي په ټيمبکټو ښار کې د نړۍ د لرغونو زيارتونو له‎منځه وړلو په جنګي جرمونو تورن دی.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د يونېسکو او ګڼ شمېر هېوادونو په مالي مرسته د دغو زيارتونو بيارغونه پيل شوه.

د دغو ابداتو د بيارغونې کارونه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې بشپړ شول او د ۲۰۱۶ میلادي کال د فبرورۍ مياشتې په څلورمه یې د پرانېستې مراسم ترسره شول.

همدا راز په ۲۰۰۱میلادي کال کې د طالبانو مشر ملاعمر د افغانستان په باميان کې د پنځلس سوه کلونو پخوانيو دوو د بودا مجسمو د له‎منځه وړلو امر وکړ ځکه چې دا مجسمې يې غير اسلامي ګڼلې.

د بودا مجسمه
د بودا مجسمه

په ۲۰۰۳میلادي کال کې يونيسکو د بامیان درې لرغوني ابدات او منظرې د نړۍ د لرغونو اثارو په لېست کې ثبت کړل.

د فرانسې خبري اژانس راپور همدا راز د سوريې يادونه کوي چې په کې د رژيم، ياغيانو او سخت دريځو له‎خوا تر نهه سوه زيات لرغوني ابدات لوټل شوي، تخريب شوي او له‎منځه وړل شوي دي.

د ۲۰۱۵ میلادي کال په سيپټمبر میاشت کې اسلامي دولت سخت دريځو د سوريې په پالميرا ښار کې د يونيسکو له ثبت شويو لرغونو معبدونو څخه دوه له منځه یووړل.

د دغو معبدونو تخريب د هغه کمپاين برخه وه چې سخت دريځو د منځني ختيځ د مهمو لرغونو ابداتو له منځه وړلو په مقصد پيل کړی وو.

په دغو معبدونو کې ۲۰۰۰ کاله پخواني د بيل معبد شامل دی چې يوه اوونۍ وروسته له هغه له‎منځه يووړل شو چې سخت دريځو د بال شميم معبد ويجاړ کړ.

په نورو مهمو ابداتو کې دورا أوربوس شامل دی چې تخريب او ولوټل شو.

فرانسې خبري اژانس په عراق کې د اسلامي دولت سخت دريځو له‎خوا د فرهنګي تصفيې يادونه کوي.

راپور وايي چې سخت دريځو د بلاد الرافدين لرغوني اثار ولوټل او په تور بازار کې يې وپلورل.

د ۲۰۱۵میلادي کال په فبرورۍ مياشت کې خپره شوې يوه ويډيو سخت دريځي ښکاروي چې په موصل ښار کې د عراق د دوهم لوی موزیم مجسمې په څټکونو ماتوي.

د موصل موزیم
د موصل موزیم

په فبرورۍ مياشت کې د موصل په کتابتون کې زرګونو کتابونه او لرغوني قلمي اثار هم وسوځول شول.

ليبيا هم له هغو هېوادونو څخه دی چې په کې اسلامي سخت دريځو ګڼ شمېر لرغوني اثار او ابدات له منځه وړي يا تخريب کړي دي.

د ۲۰۱۲میلادي کال په اګسټ مياشت کې اسلامي سخت دريځو الشعب الدهمان د مقبرې پر يوه برخه بلدوزر تېر کړ.

دا مقبره يوه ورځ وروسته له هغه ونړول شوه چې سخت دريځو په زلطن ښار کې د عبد السلام الأسمر مقبره له‎منځه یوړه.

فرانسې خبري اژانس په خپل راپور کې د الجزاير يادونه هم کړې ده چې په کې وسله‎والو اسلامي ډلو د ۱۹۹۰مې لسيزې راهيسې ګڼ شمېر لرغوني ابدات تخريب کړي او له‎منځه وړي دي.

XS
SM
MD
LG