د بغلان ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي، افغان حکومت او په خاصه توګه د امنیتي بنسټونو مسؤلین په بغلان کې د روان امنیتي وضعیت په اړه ولس ته رښتیا نهوايي.
د بغلان د ولایتي شورا غړي شمسالحق بارکزي د پنجشنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د بغلان امنیتي وضعیت او د ده په خبره د حکومت بې غورۍ د بغلان خلک سخت اندېښمن کړي دي.
ښاغلي بارکزي زیاته کړه:
"که حقیقت ووایو او دروغ ونهوایو او له خپلو خلکو نه حقیقت پټ نهکړو کوم عملیات؟ هغه ساحه چې ۲۰،۱۵رینجرې، وسایل او مهمات په لاس کې ورکوئ؟ هلته ولې کمک نهورلېږئ؟ هلته ولې پېشګیري نهکوئ، دا چې له هغه ځایه ټانګونه درنه یوسي بیا تاسو تحرکات لرئ، زه نهپوهیږم چې موږ به دا خپل خلک تر کله تېر باسو."
ښاغلی بارکزی وايي، د بغلان دهنې غوري ولسوالۍ عملاً د وسلهوالو مخالفینو په ولکه کې ده او د مرکزي بغلان، نهرین، بورکې، تالاو برفک ولسوالیو سربېره ځینې نورې سیمې هم د سقوط له ګواښ سره مخ دي.
درې ورځې وړاندې د بغلان دهنې غوري ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېده خو هغه مهال سیمهییزو چارواکو ویلي وو چې افغان ځواکونو له دغې ولسوالۍ تکتیکي شاتګ کړی دی.
له دې ټولو سره ـ سره د دفاع وزارت بیا وايي، د بغلان سربېرهیې په شپږو ولایتونو کې د وسلهوالو مخالفینو تحرکات مهار کړي دي.
د دغه وزارت ویاند مرستیال محمد رادمنش یې په اړه وايي:
"په مجموع کې تحرکات تر مدیرت لاندې دي او فعلاً په کندز، ننګرهار، بادغیس، غور او فراه ولایتونو کې موږ ښه پرمختګونه لرو دا پرمختګونه د دې لامل شوي چې د دښمن تحرکات راکم شي."
د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، له دې واقعیت څخه هېڅ څوک انکار نهشي کولای چې وسلهوالو مخالفینو په دې وروستیو کې خپل تحرکات پراخ کړي خو د افغان ځواکونو مدیرت هم د اندېښنې وړ دی.
پوځي کارپوه یوسف امین ځاځی بیا وايي:
"دوی چې وايي موږ مهار کړي، مهار څه معنی لري دا بېخي غیرې منطقي دلایل دي چې دوی یې وايي امنیت، ثبات هغه ته وايي چې تاسو یې ټینګ کړئ خلکو ته هوسا ژوند برابر کړئ او په دایمي شکل امنیت تأمین کړئ."
د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین میرزا محمد یارمند وايي، که څه هم په افغانستان کې روانه جګړه بهرني اړخونه لري خو د افغان ځواکونو په ښه مدیریت د ډېرو ناامنیو د مهارېدو امکان شته.
راپور: محمد حدیث پردېس