د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

خوست اوسېدونکي: ترېزیو او علي‌شیر ولسوالۍ له پرمختګونو پاتې شوي


د خوست ولایت د تریزیو او علي‌شیرو د سرحدي ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیا، پوهنې، بیارغونې او امنیت په برخو کې له افغان حکومت څخه یادې سیمې ته د پاملرنې غوښتنه کوي.

دوی وايي چې د ترېزیو، خلبیسات همدارنګه علی‌شیرو او یعقوبیو تر منځ سړکونه دومره ویجاړ شوي چې د ګاډو تګ راتګ پرې ناشونی شوی دی.

د ترېزیو او علي‌شیرو ولسوالۍ خوست ښار ته د غځېدلي سړک په اوږدو کې هم د وسله‌والو غلو د شتون یادونه کوي او زیاتوي چې د منګسو د مدرسې او خوړ په اوږدو کې د دوی ۱۷ ګاډي د وسله‌والو غلو له‌خوا تښتول شوي دي.

د علي‌شیرو د سیمې قومي مشر جان خان د یادې سیمې د خلکو غوښتنې ازادي راډیو سره داسې شریکې کړې:

"د علي‌شیرو له بازاره سړک شروع تر یعقوبیو پورې د هماغه سړک رغول موږ ته په کار دي، په دویم قدم کې له ترېزیو تر خلبیسات پورې د سړک د رغولو ضرورت مو دی دا سړک تخریب شوی او تګ راتګ پرې ډېر مشکل دی، بل د منګسو د مدرسې په څنګ کې د غلو نه خطر موجود دی او ۱۷ موټر يې له موږه څخه بیولي دي."

قومي مشر حمیدالله جان وايي چې یاده ولسوالۍ د جګړې اوله کرښه پاتې شوې او خلک‌يې د ډول ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

نوموړي په ځانګړي ډول په یاده سیمه کې د یو روغتون د جوړولو غوښتنه وکړه.

حمیدالله جان زیاته کړه:

"که چېرې زموږ ساحه وګورئ تر لنډرو، قدمو او علي‌شیرو پورې تر بوړیو پورې ډېره غټه ساحه ده، که چېرې په دې ساحه کې په رښتیا موږ ته یو روغتون منظور شي، په دې علاقه کې ډېر غریب خلک اوسېږي، دا منطقه دا ۲۵ کاله د جنګ اوله کرښه پاتې شوې ده، دلته خلک ډېر ځپل شوي دي."

د ترېزیو د پوهنې سرپرست امر سید فضل‌الله وايي چې په یاده ولسوالۍ کې ۳۴ بابه ښوونځي شته چې ۲۹۴۷۲ تنه زده کوونکي چې نیمايي يې نجونې دي زده کړې په‌کې کوي.

نوموړی وايي، د بابرک تاڼې په سیمه کې د کوچيانو لپاره هم شپږ بابه ښوونځي لري چې د خلکو په همکارۍ فعال ساتل شوي، خو د ښوونځیو لپاره د ودانیو او سرپنا کمښت همدارنګه د زده کوونکو لپاره په ښوونځیو کې د پاکو اوبو نه‌شتون يې مهمې ستونزې دي.

د خوست والي حکم خان د ترېزیو او علي‌شیرو د اوسېدونکو ستونزې او غوښتنې پر ځای وبللې او ژمنه‌يې وکړه چې د یادې ولسوالۍ د خلکو د هر اړخیزو ستونزو د هواري لپاره به ځايي اداره ټول امکانات په کار واچوي.

د خوست والي حکم خان حبیبي
د خوست والي حکم خان حبیبي

د خوست والي زیاته کړه:

"د معارف، زراعت او په ټولو هغو پرمختیايي برخو کې چې ضرورت ده ان شاءالله زه به یو په یو خپلو امکاناتو ته په کتو او بودجې ته په کتو به ستاسو غوښتنې تعقیب کړم، معارف ته به ځانګړې توجه وکړو، د نجونو ښوونځیو ته به اولیت ورکړو، تر څو د دوی ستونزې حداقل حل شي، تر څو دوی وکولای شي په یو مناسب چاپېریال کې خپل تعلیم ته ادامه ورکړي."

د خوست والي حکم خان حبیبي زیاتوي، ځايي اداره په دې هڅه کې ده چې په ولسوالیو کې پرمختیايي کارونو ته توجه ډېره کړي او خلکو لپاره په ټولنیزو برخو کې د کار او ژوند مناسب شرایط برابر کړي.

ترېزي او علي‌شیر د خوست سرحدي ولسوالۍ دي چې د پولې بل لور ته د کورمې او نورو قبایلي سیمو سره په اوږدو کې ګډه پوله لري، یادې ولسوالۍ که څه هم په نا امنو ولسوالیو کې حسابېږي، خو سیمه‌وال‌يې وايي چې په دې وروسیتو کې د ترېزیو او علي‌شیرو ولسوالۍ په امنیت کې ښه‌والی راغلی دی.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG