د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

د یونان ټاپوګانو کې د بند پاتې افغان کډوالو برخلیک به څه وي؟


د عفوې نړیوال سازمان په یوه تازه رپوټ کې د هغو افغانانو ژوند ته کتنه کړې چې د یونان په ټاپوګانو کې بې برخلیکه پاتې دی.

د دې سازمان خبریال د یونان د پلازمېنې اتن په ۴۰ کلیومترۍ کې د "ملاکاسا" په کمپ کې د دوو افغانانو نعمت الله او اورانوس خیمې ته ورغلی او لیکي چې هغوی له خپلو څلورو ماشومانو سره، له کابله تښتېدلي او په غیرقانوني لار، تریونانه رسېدلي دي.

هغوی ته اوس په کمپ کې یوه خیمه ور رسېدلې، پکې اوسي او د راتلونکې په اړه څه نشي کولائ.

نعمت الله د عفوې د نړیوال سازمان خبریال ته ویلي:

یونان کې افغان کډوال نعمت الله
یونان کې افغان کډوال نعمت الله

"ما په کابل کې د بهرنیانو له یوه سازمان سره کار کړی او له دې امله زما ژوند له ګواښ سره مخامخ و، وسله والو طالبانو حتی زما د بچیانو د تښتولو خبرداری راکړی و."

نعمت الله او اورانوس څرګنده کړې چې په افغانستان کې د امنیت د خرابۍ له امله مجبور شوو چې په غیر قانوني لار ، اروپايي اتحادیې ته مخه کړي خو کله چې د بالکان او پخوانۍ یوګوسلاویا هېوادونو د کډوالو لپاره خپلې پولې وتړلې، دوی په یونان کې پاتې کېدو ته مجبور شوو.

زیاتواروپايي هېوادونو پرته له دې چې بدیل ورکړي، د غیرقانوني کډوالوپه وړاندې خپلې پولې وتړلې.

د عفوې د نړیوال سازمان په وینا، په یونان کې پاتې افغان کډوال چې د اروپايي اتحادیې بډایو هېوادونو ته د تګ غیر قانوني لارې ورته تړل شوې، له یونانه د وتلو لپاره ډېر محدود قانوني امکانات لري.

د بېلګې په ډول، د سوریې هغه کډوال چې ورته ستونزې له امله په یونان کې پاتې دي، په اروپا کې د "بېړني اسکان" د پروګرام پر اساس، د اتحادیې په هېوادونو کې ځای پرځای کیږي.

یونان کې سوري کډوال
یونان کې سوري کډوال

د دې پروګرام پر اساس چې تېر کال پيل شوی، د اروپايي اتحادیې غړي د سوریې لږترلږه ۶۶ زره او ۴۰۰ مهاجرو کورنیوته ځای ورکوي.

خو افغان کډوال د دې پروګرام په شرایطو نه دي برابر.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې اداره "یو، ان، اچ ، سي، ار" وايي چې په افغانستان کې د روانې جګړې له امله لږترلږه اویا فیصده افغانان له خپلو سیمو تښتېدلي دي.

لږترلږه په یونان کې د سوریې تر خلکو وروسته، زیات کډوال افغانان دي.

د عفوې نړیوال سازمان وايي، په یونان کې د دې بې برخلیکه کډوالو افغانانو ترمنځ د مایوسۍ احساس د زیاتېدو په حالکې دی.

هغو افغان کډوالو چې د عفوې د نړیوال سازمان خبریال د "ملاکاسا" په کمپ کې ورسره کتلي، ویلي چې څوک يې پوښتنه نه کوي، تبعیض ورسره کېږي او خواشیني دي.

نعمت الله د عفوې نړیوال سازمان ته ویلي:

"زموږ هېواد غریب دی، موږ له جګړې را تښتېدلي یو او دلته هیڅوک زموږ پروا نه کوي، موږ د خداي (ج) هیلې ته پاتي یو."

په دې کمپ کې یوې افغانې رزلښته د عفوې د نړیوال سازمان خبریال ته د خپل او نورو خلکو د ژوند د سختو شرایطو په اړه ویلي چې د څښاک پاکې اوبه نه لري، ماشومان یې د خزنده ګانو او ناروغیو تر ګواښ لاندې، په خیمو کې پراته دي.

زرلښتې ویلي:

"دا ځای له مارانو، لړمانو او نورو خزنده ګانو ډک دی، موږ نه سم کالي لرو، نه د څښاک لپاره پاکې اوبه راځي، د شپې مشعلونه بلوو ځکه دلته برق هم نشته اوپینځه کورنۍ یوه مشعل ته شپه تېروو، کله چې یوماشوم تشناب ته بیایو، څلورې کورنۍ په تیاره کې ناست وي."

د زرلښتې په وینا، په کابل کې امنیت خراب و نو دا مجبوره وه چې هره ورځ خپلې لورانې ښوونځي ته بدرګه کړي خو دې ویلي چې اروپا ته له راتګ سره یې ماشومانو حتی ښوونځي ته د تګ امکان هم له لاسه ورکړی دی.

د عفوې نړیوال سازمان وايي، په یونان کې پاتې غیرقانوني کډوال امنیت ته اړتیا لري او ټول اروپايي هېوادونه باید دا مسئولیت په ګډه ادا کړي.

خو د دې سازمان په وینا، زیاتو اروپايي هېوادونو دې حقیقت ته پام نه دی کړی اوزیات کډوال یې په ناوړه شرایطو کې ژوند ته اړ کړي دي.

د عفوې د نړیوال سازمان د دې رپوټ د لوستلو لپاره، دا ځای کلک کړئ.

XS
SM
MD
LG