د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

چاپان پر ناګاساکي ښار د امریکا د اټم بم د حملې کلیزه ولمانځله


د جاپان پر ناګاساکي ښار د امریکاله خوا د اټم بم د غورځولو د ۱۷ کلیزې د لمانځلو په ترڅ کې د دې هېواد مشرانو یو ځل بیا له اټمې وسلو د یوې خلاصې نړۍ لپاره غږ اوچت او د نړۍ له مشرانو یې وغوښتل چې د دغو بمونو له دوو ځایونو کې کتنه وکړي او حقیقت یې خلکو ته بیان کړي.

له هیروشیما وروسته په ناګاساکي ښار په دوهمه اټمي حمله کې له اویاه زرو زیات کسان سمدستي ووژل شول.

چاپان نن په ناګاساکي ښار د امریکا د اټم بم د حملې ۷۱ کلیزه ولمانځله.

په سیمه ییز وخت په هغه ځای کې چې دغه بم راغورځول شوی و، له دغې حملې د ژوندي پاتې شوېو او د قربانیانو د کورنیو په ګډون په زرګونو کسان راټول شوي و چې د زنګ له وهل کېدو وروسته یې یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.

په دغه چاودنه کې سمدستي شاوخوا ۷۴ زره کسان ووژل شول او په وروسته میاشتو او کلونو کې یې د راډیو اکټیف وړانګو د ناروغیو له امله په زرګونو کسانو خپل ژوند له لاس ورکړ.

دغه حمله درې ورځې وروسته له هغې وشوه چې د امریکا متحده ایالاتو د جاپان په بل هیروشیما ښار لومړنۍ اټم بم وغورځاوه. دغه بم ۱۴۰ زره کسان ووژل.

د چاپان صدراعظم شینزو ابي وویل:

"زه د هغه یوازینی هېواد د مشرپه توګه چې د جګړې په وختونو کې پرې اټم بمونه غورځول شوي او دې ته په پام سره چې دا هېواد د اټمي وسلو ضد درې اصولو ته ژمن دی، په کلکه له اټمي وسلو څخه د ېوې خلاصۍ نړۍ د دریځ او مهمې غوښتنې پلوي کوم."

د ناګاساکي ښاروال د هیروشیما له ښاره د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د وروستۍ کتنې ستاینه وکړه.

هغه د امریکا لومړنۍ ولسمشر دی چې د دندې په مهال له دې ښاره کتنه کوي.

د ناګاساکي ښاروال وویل، دی دې حقیقت ته په پام سره چې نړۍ باید له اټمي وسلو څخه پاکه وي، د نړۍ له نورو مشرانو هم غواړي چې د ده ښار ته ورشي.

د ناګاساکي د ښاري شورا مشر ماسانو میګوما هم ورته غوښتنه مطرح کړه او ویې ویل:

"د ژمنې یوه نوي حس ته پام سره د دغو هڅو په دوام کې بیا د نړۍ له مشرانو غواړم چې د اټم بم له ځایونو کتنه وکړي او د دغو بمونو د حقیقت په اړه خلکو ته ووایي."

د اټمي وسلو په اړه د جاپان د پالیسۍ درې اصول دا دي چې دا هېواد باید اټمي وسله ونه لري، نه یې تولید کړي او نه هم نورو ته اجازه ورکړي چې په خاوره کې یې اټمي وسلې تولید کړي.

XS
SM
MD
LG