د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

چارواکي: که ټرمپ غوره شي، دی به د امریکا بې پروا ولسمشر وي


د جمهوري غوښتونکو د ملي امنیت پنځوسو لوړ پوړو چارواکو اعلان کړې چې د دې ګوند کاندید ډونالد ټرمپ د جمهوري ریاست لپاه نه شخصیت، نه ارزښتونه او نه هم تجربه لري او خبرداری ورکوي چې که هغه غوره شي دا به د امریکا په تاریخ کې تر ټولو یو بې پروا ولسمشر وي.

دغو چارواکو په یوه اعلامیه کې چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون خپره کړې، ویلي چې دوی په دې پوره باور لري چې هغه به یو خطرناک ولسمشر وي او زموږ ملي امنیت او هوساینه به له خطر سره مخامخ کړي.

په دغه ډله کې د کورني امنیت پخواني مشران، د استخباراتو رئیسان او د ولسمشر لوړ پوړي سلاکاران شامل دي.

که څه هم دغو امریکایي امنیتي متخصصینو نه دي ویلي چې ایا دوی د ډموکرات ګوند کاندیدې هیلري کلینټن ته رایه ورکوي او د هغې په اړه یې هم شک څرګند کړې خو دا یې روښانه کړې چې د دوی هیح یو به یې هم ډونالد ترمپ ته رایه ورنه کړي.

دغو کارپوهانو ویلي چې ټرمپ د دې توان نه لري یا هم نه غواړي چې د رښتیا او درواغو ترمنځ توپیر وکړي او وایي، د ټرمپ د شخصیت خطرناکو اړخونو ته په پام سره باید هغه د جمهوري ریاست وړ ونه ګرځي.

XS
SM
MD
LG