د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

نقوي: هیڅ جمهوري غوښتونکو ته به رایه ور نه کړم


داسې ښکاري چې د امریکا په پوځ کې د وژل شوېو مسلمانو سرتېرو یو شمېر کورنۍ به جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالډ ټرمپ ته راېې ورنه کړي.

د رویټرز خبري اژانس وايي، د هغه مسلمان سرتېري له کورنۍ سره چې په عراق کې وژل شوی و، د ډونالډ ټرمپ ناندرۍ د دې سبب شوي چې ان یو شمېر هغه چې پخوا یې جمهوري غوښتونکو ته رایې ورکړې وه په دې انتخاباتو کې ډونالډ ټرمپ ته رایې ورنه کړي.

نذر نقوي په تېرو درې لسیزو کې په وفادارۍ سره د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې جمهوري غوښتونکو کاندیدانو ته رایې ورکړي دي.

خو د هغې مسلمانې کورنۍ سره چې زوی یې د عراق په جګړه کې وژل شوی، د جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالډ ټرمپ له ناندرېو وروسته، نقوي وايي:

له دې وروسته به هیڅ جمهوري غوښتونکي ته رایې ور نه کړي.

نذر نقوي یو ۶۹ کلن متقاعد انجینر دی او د نیویارک په نیوبورګ کې اوسیږي.

نوموړی د مسلمانانو د هغې وړې ټولنې غړی دی چې په پوځي خدمت کې یې د کورنۍ د غړېو د وژل کېدو له کبله د سرو زرو ستوري ورکړل شوي.

د نذر نقوي زوی محسن نقوي په پاکستان کې زیږدلی و.

نوموړي د سېپټمبر د یوولسمې نېټې له برید څلور ورځې وروسته د امریکا له پوځ سره یو ځای شو او په ۲۰۰۸ میلادي کال کې په افغانستان کې د سړک د یو ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د رویټرز خبري اژانس وايي، جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالډ ټرمپ د یو بل پاکستاني الاصله امریکايي سرتېري همایون خان پر کورنۍ چې په عراق کې وژل شوی لفظي بریدونه کړي.

د ټرمپ دا کار د دې سبب شوی چې یو شمېر هغه مسلمانان چې تر دې دمخه یې جمهوري غوښتونکو ته رایې ورکړي نوموړي ته راېې ورنه کړي.

د رویټرز خبري اژانس د نقوي له خولې وايي:

"زه به د یو داسې چا په خاطر چې خپل عقل یې له لاسه ورکړی له جمهوري غوښتونکو پرته بل هر چا ته رایې ورکړم."

نذر نقوي ویلي، له خپلو جمهوري غوښتونکو دوستانو غواړي چې هغوی هم همدا کار وکړي.

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، د دې هېواد د پوځ په لیکو کې دا مهال ۳۹۳۹ کسانو خپل ځانونه مسلمانان معرفي کړي دي.

پنټاګون وايي، د دې هېواد د پوځ په لیکو کې دا مهال ۳۹۳۹ کسانو خپل ځانونه مسلمانان معرفي کړي.
پنټاګون وايي، د دې هېواد د پوځ په لیکو کې دا مهال ۳۹۳۹ کسانو خپل ځانونه مسلمانان معرفي کړي.

دا د امریکا د یو عشاریه درې میلیون پوځي ځواک په سلو کې له یو کم برخه جوړوي.

خو د امریکا د دفاع وزارت ویاند وايي، د هغو مسلمانو سرتېرو دقیق شمېر نه لري چې د خدمت پر مهال وژل شوي دي.

د رویټرز خبري اژنس وايي، له لسګونو هغو مسلمانو کورنیو سره یې خبرې کړي چې غړي یې د سېپټمبر د یوولسمې نېټې له بریدونه وروسته، د امریکا د پوځ په لیکو کې د خدمت پر مهال په جګړو کې وژل شوي.

راپور زیاتوي، دا مسلماني کورنۍ ځانګړې ټولنه نه لري.یو شمېر یې له خبرو کولو هم ډډه کوي، خو هغوی چې له رویټرز سره یې خبرې کړي ویلي.

د ډونالډ ټرمپ څرګندونو د دوی سیاسي وفادارۍ ته زیان رسولی او دوی یې اړ کړي چې د رایې ورکولو لپاره خپل ځانونه ثبت کړي، نور خلک هم هڅوي څو د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې ډونالډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ لري وساتي.

XS
SM
MD
LG