د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

ویسا: د تورخم پر دروازه تش اعتراض او بس


په تورخم کې د پاکستان له خوا د جوړې شوې دروازې په اړه غبرګونونه او د داعش په اړه په افغانستان کې د امریکایي قومندان وروستۍ څرګندونې، د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

د تورخم پر دروازه تش اعتراض او بس، دا د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.

په سرمقاله کې راغلي، حکومت په تورخم کې د پاکستان له خوا جوړه شوې دروازه د پخوانیو ژمنو او هوکړو خلاف کار بللی او غندنه یې کړې ده.

د سرمقالې لیکوال ویلي، پر دې دروازه داسې پټې معاملې شوي چې دولت یې ولس ته نه شي افشا کولای، ځکه په لومړي سر کې د دروازې پر جوړېدو جګړه وشوه، څو سرحدي ساتونکي ووژل شول، خو څه موده وروسته د سرحدي پولیسو قومندان له دندې لېرې شو او دروازه جوړه شوه.

د ورځپاڼې په باور، که د تورخم د دروازې پر سر له پاکستان سره پټې معاملې نه وای او امریکا هم په دې لوبه کې ښکیله نه وای، اسلام اباد د دروازې د جوړولو جرئت نه درلود.

انیس دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي چې افغان حکومت د تورخم دروازه د ګاونډي توب د اصولو خلاف یو کار بولي.

په سرمقاله کې راغلي، پاکستان تر اوسه څو ځله په تورخم کې د دروازې د جوړولو هڅه کړې، خو له مخالفت سره مخ شوی دی، د انیس په سرمقاله کې وړاندې راغلي، له دغه مخالفت سره – سره پاکستان په تورخم کې دروازه بشپړه کړه او په رسمي ډول یې پرانېسته.

د سرمقالې لیکوال ویلي، له ځینو سره داسې نظر موجود دی چې د دغسې دروازو له جوړولو څخه هدف دا دی چې د ډیورنډ کرښه رسمیت پيدا کړي، خو د ورځپاڼې په باور، له حقوقي پلوه د ډیورند معاهده باطله ده او هیڅکله هم دغه کرښه رسمي پوله نه شي کیدای.

چراغ ورځپاڼې بیا د داعش د ګواښ په اړه د قاطع ملاتړ ماموریت د قومندان څرګندونو ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي چې داعش د زړو اهدافو لپاره نوې پروژه.

په سرمقاله کې راغلي، پخوا پاکستاني طالبانو د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې تخریبي فعالیتونه کول او اوس د امریکایي چارواکو په خبره، همدغه پخواني پاکستاني طالبان داعش ته اوښتي او په افغانستان کې د تخریبي فعالیتونو او ګډوډیو هڅې کوي.

په سرمقاله کې راغلي، د داعش دا هڅه هم د انديښنې وړ ده چې غواړي شمالي ولایتونو په ځانګړې توګه جوزجان ته ځان ورسوي.

ملي ارمان بیا خپلې سرمقالې کې لیکلي چې پاکستان له ټولو تروریستي ډلو ملاتړ کوي او حکومت یې د ترورېزم د چوچه کشۍ په ماشین بدل شوی دی.

په سرمقاله کې راغلي، څو چې پاکستان تر فشار لاندې را نه شي، د ترورېزم له ملاتړ څخه به لاس وا نه خلي.

XS
SM
MD
LG