د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

ننګرهار: د کوټ ولسوالۍ پر جنګ ځپلو کورنیو مرستې وویشل شوې


د ننګرهار ولايتي ادارې د کوټ ولسوالۍ جنګ ځپلو سيمو ته لومړنۍ مرستې ورسولې.

د دغو مرستو د توزیع په موخه د دوشنبې په ورځ د ننګرهار والي سلیم خان کندزي هم د کوټ ولسوالۍ د لاغرجوی سیمې ته تللی و.

نوموړي هلته د مرستو د توزیع پر مهال يې له خلکو سره ژمنه وکړه چې د روانو جګړو په جريان کې چې چاته مالي او ځاني زیانونه اوښتي وي دوی به ورسره پوره مرسته کوي.

کندزي زیاته کړه:

"غنم،غوړي او نور هغه څه چې د یوه کور اړتیا ده هغه مې رابار کړي دي دا خو لږ دي یوازې هغه مرسته ده چې موږ سره په ګدامونو کې پراته و، ولې ستاسې د هر کور لپاره غوښتنه شوې ده که د چا کور خرابه شوی،که د چا مالونه له منځه تللي او که د چا زراعت خرابه شوی په دې ټولو برخو کې به درسره کمک کوو."

د کوټ ولسوالۍ د جنګ ځپلو سیمو خلک که څه هم یادو مرستو ته خوښ و خو هغوی ټولو په خپلو خبرو کې د راتلوونکي په اړه انديښنې درلودې.

د لاغرجوی د سیمې قومي مخورو په خپلو خبرو کې وويل دوی د راتلوونکي په اړه انديښمن دي او داسې نه چې د قوتونو په وتلو سره پخوانی وخت تکرار شي:

"ملک صفدر: والي صیب زه چې دلته راغلی یم یو سپين ږيری یم ارزو لرم چې موږ ته کنډکونه واچوي چې موږ ددې ظالمانو نه په امان کې پاتې شو.

جهانزیب: دا سرحدي ولسوالی ده که دلته سرحدي کنډک موږ ته وانه چوي په محلي پولیسو نه کیږي که سرحدي کنډک فعالوي او که د اردو فعالوي نو باید دا کار وکړي بیا موږ هم ډاډه ملاتړ کولی شو."

د ننګرهار والي سلیم خان کندزي خلکو ته ډاډ ورکړ چې افغان ځواکونه به د ننګرهار ټولې سیمې له وسله والو پاکوي او زیاته يې کړه چې د ټولو سیمو له تصفيه کيدو وروسته د سيمي خلک هم مسولیت لري چې د خپلې خاورې ساتنه وکړي:

"د دې وخت نه دی راغلی چې ودریږو؟ ددې وخت نه دی راغلی چې خپل ټوپک او ډانګي ته لاس کړو او د خپلې خاورې دفاع وکړو؟ دا قوتونه چې راغلي دا به ټولې ساحې تصفيه کوو خو بیا تاسې به ددې ځای امنیت ساتی."

د کوټ لاغرجوی او سیداحمدخيلو سيمو ته د ګوتو په شمار کسان له بې ځایه کیدو وروسته بېرته ستانه شوي ولې ډيری خلک لا هم مطمین نه دي او د سیمې د خلکو په وینا تر هغه چې په تصفیه شويو سیمو کې دايمي امنيتي پوستې نه وي فعاله شوي خلک بيرته ستنېدو ته زړه نه ښه کوي.

د ننګرهار د امنيتي چارواکو په خبره لا هم د کوټ ولسوالۍ غرنۍ سیمو او د هسکې مينې ولسوالۍ د ګورګوری په سیمه کې د داعش پرضد عمليات روان دي او تر هغه به دوام وکړي چې د ننګرهار ټولې سیمې له وسله والو پاکې کړي.

راپور:شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG