د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

د بلخ مدني فعالان د ملکیانو د تلفاتو په اړه اندېښمن دي


د بلخ مدني فعالان له حکومت او طالب وسله والو څخه غواړي چې د دواړو لورو ترمنځ په جګړه کې د ملکي وګړو له تلفاتو مخنیوی وکړي.

د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر یا "یوناما" یو تازه خپور شوی راپور ښايي چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په ترڅ کې نسبت تېرو اوو کلونو ته د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر په دې راپور کې راغلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په مجموعي ډول افغانستان کې ۱۶۰۱ تنه ملګي وګړي وژل شوي او له ۳۵۰۰ څخه ډېرکسان ټپیان شوي دي.

د طالبانو د وسله والو حملو، د ماینونو د انفجار او د انتحاري حملو له امله د ملکي تلفاتو زیاتېدو په ټول هېواد کې افغانان اندېښمن کړي دي.

د بلخ مدني فعالان هم د ملکي تلفاتو په اړه اندېښمن دي، د بلخ د مدني ټولنې د مجتمع د رهبرۍ غړو په دې ولایت کې د سولې عالي شورا د کمېټې له مشرانو سره په یوه ګډه ناسته کې د ملکي تلفاتو په زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه او د عام وګړو په وړاندې یې د دولت ضد وسله والو حملې وغندلې.

دوی له حکومته هم وغوښتل چې د مخالفینو سره په جګړه کې دې د ملکي کسانو د وژنې مخنیوی وکړي.

د بلخ د مدني ټولنې د مجتمع مشر حمید صفوت د ملکي تلفاتو په اړه وايي:

"د افغانستان حکومت او مخالفینو د جنګالیو د جګړې په ترڅ کې له ۵ زره څخه ډېر کسان قرباني شوي دي، له دې جملې څه باندې ۶۰ سلنه یې د دولت ضد وسله والو له خوا وژل شوي دي."

د بلخ د مدني ټولنې غړي وايي چې د ملکي کسانو امنیت ته د دولت د بې پامۍ له امله په تېرو شپږو میاشتو کې د غیر پوځي کسانو د تلفاتو شمېر څلور سلنه زیات شوی دی او دا د حکومت مسوولیت دی ترڅو د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.

حبیب او خالد د بلخ مدني ټولنې دوه تنه غړي په دې اند دي:

"۱- زه حبیب یم، د دولت مخالف وسله والو د افغان حکومتي پوځیانو سره په جګړه کې دي، دا مسئله سبب کېږي چې د جګړې په ترڅ کې غېرنظامي کسان هم ووژل شي، ډېری ملکي کسان د دواړو لورو ترمنځ په نښته کې وژل کېږي."

"۲- زه خالد نومیږم، یوازې په ښاري سیمو کې امنیت تامین دی، په لېرو پرتو او کلیو بانډو کې هېڅ امنیت نشته، هلته هره ورځ ملکي کسان د ناامنۍ ښکار ګرځي او وژل کېږي. د غیر نظامي کسانو د وژل کېدو کچه مخ په زیاتېدو ده."

د ملګروملتونو د خپاره شوي راپور پر بنسټ چې له ۱۶۰۱ وژل شوېو ملکي کسانو څخه ۳۸۸ تنه یې ماشومان دي.

په همدې حال کې ماشومان هم په هېواد کې نسبت روانې جګړې ته بدبینه دي او د دولت له مخالفو وسله والو څخه غواړي چې د سولې له بهیرسره یوځای شي او د هېواد په بیا رغونه کې ونډه واخلي.

په بلخ کې یوه ماشوم ازادي راډیو ته داسې وویل:

"له طالبانو څخه غواړم ترڅو د سولې له پروسې سره یوځای شي، له جګړې لاس په سر شي او د هېواد په ودانولو کې ونډه واخلي. جنګ ویجاړي زیږوي او د جګړې په خاطر میندې کونډېږي، ماشومان مو هم یتیمان کېږي."

د یادولو ده چې تردې د مخه د افغانستان حکومت په کراتو ویلي چې د وسله والو مخالفینو سره د جګړې پر مهال د ملکي وګړو مصئونیت د دوی په لومړیتوب کې دی.

دا په داسې ده کې چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د سر منشي خاص استازي دامیچې یاماموتو هم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې په افغانستان کې د جګړې ښکېل لوري دا مسوولیت لري، ترڅو د غیرنظامي کسانو د وژنې مخه ونیسي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG