د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

د کابل درې اړخېزه ناسته: پرېکړو ته به ژمن پاتې شو


د افغانستان دفاع وزارت وایي، په کابل کې د افغانستان پاکستان او د قاطع ملاتړ ماموریت درې اړخېزه ناسته له یو شمېر پریکړو سره پایته ورسېده.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې درې واړه خواوو ومنله چې د غونډې پریکړو ته به ژمن پاتې شي.

ښاغلي وزیري د دغې غونډې د مهمو پریکړو په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"په غونډه کې د خط دواړو غاړو ته په هغو مسایلو بحث وشو چې هغه د کشفي راپورونو یا د تروریستي ډلو تېریدل راتېریدل دي، ځینو برخو کې چې هلته زموږ قطعات دي له هغوی سره په کومو مسایلو سوې تفاهم رامنځ ته شوی، په دې سوی تفاهممونو هم بحث وشو، پریکړې وشوې چې دوی به کوښښ کوي ترڅو دغه غونډه کې چې کومې پریکړې شوې دي هغې ته به ژمن پاتې شي او هغه ستونزې چې دواړو خواوو کې پیدا کیږي هغې ته د حل لارې ولټوي."

ښاغلي وزیري دا واضح نه کړه چې په تورخم کې د وروستیو راپورته شوو ستونزو په اړه هم له دغه پاکستاني پلاوي سره خبرې شوې او که نه.

په تورخم کې د پاکستاني لوري له خوا د تائسیساتو جوړېدو په دې وروستیو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړې سبب شوه او له امله یې څو ورځې دغه لاره تړلې وه.

د افغان او پاکستاني چارواکو او قاطع ملاتړ ماموریت ترمنځ درې اړخېزې ناستې له دوو کالو راهیسې د تخنیکي او پوځي مېکانیزم تر نامه لاندې په کابل او اسلام‎اباد کې جوړېږي.

د دې مېکانېزم هوکړه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د افغانستان، پاکستان او ناټو په درې اړخیزه ناسته کې چې په اسلام‎اباد کې وشوه لاسلیک شو.

خو افغان کار پوهان بیا دا ډول ناستې ګټورې نه ګڼي.

په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات احمد سعیدي وایي چې پاکستان په دا ډول ناستو غواړي چې د نړیوالو فشارونه پرې را کم شي.

په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات احمد سعیدي
په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات احمد سعیدي

دی وايي:

"دغه ډول ناستې د اغفال لپاره دي، ترڅو هغه فشارونه چې د امریکا او نړیوالو پر پاکستان زیات شوي دي راکم شي نو زما په نظر دا ډول ناستې افغانستان ته ګټورې پایلې نه لري."

نوموړي وویل، پاکستان ترهغې چې عملاً حقانې شبکه او نورې تروریستې ډلې ونه ځپي او په عمل کې دا څرګند نه کړي چې افغانستان سره صادقانه مرسته کوي دا ډول ناستې به نتیجه ورنه کړي.

ښاغلي سعیدي همدارنګه وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا ډول ناستې د دې ترڅنګ چې ګټه نه لري په افغانستان کې د جګړې شدت سره مرسته کوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG