د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

پرويز خټک: پوليس دې افغان کډوال نه ځوروي


د خېبر پښتونخوا وزير اعلان پرويز خټک وايي، په دې صوبه کې مېشت افغان کډوال يې مېلمانه دي او زياتوي چې پوليسو ته يې لارښوونه کړې چې هېڅ يو کډوال دې بې ځايه نه تنګوي.

ښاغلي خټک دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې په دې وروستيو کې په پاکستان، په ځانګړي توګه په خېبر پښتونخوا کې مېشت افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې د پوليسو له خوا ځورول او تنګول يې عمده ستونزې دي.

په دې صوبې کې د افغان کډوالو ځورول تر هغې وروسته زيات شول چې تېره مياشت په پاک افغان سرحدي کرښې تورخم کې د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ تر هغې وروسته نښته شوه چې پاکستاني سرحدي ځواکونو غوښتل په تورخم کې دروازه جوړه کړي، خو افغان ځواکونو يې مخنيوى وکړ.

پاکستان کې افغان کډوال
پاکستان کې افغان کډوال

په دغه جګړه کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله واوښته او د تورخم دروازه تر څو ورځو پورې د مسافرو او موټرو لپاره تړلې وه، خو بيا وروسته د دواړو هېوادونو د پوځي چارواکيو ترمنځ تر مذاکراتو وروسته پرانېستل شوه.

که څه هم تر دغې پېښې وروسته د خېبر پښتونخوا صوبې په مرکز پېښور او د دې صوبې په نورو بېلابېلو سيمو کې د افغان کډوالو د ځورولو لړۍ تېزه شوې، خو د دې صوبې وزير اعلى بيا وايي، پوليسو ته يې امر کړى چې افغان کډوال دې بې ځايه نه تنګوي.

ښاغلي پرويز خټک د ازادي راډيو له مشال څانګې سره په ځانګړې مرکې کې وويل چې په خيبر پښتونخوا کې مېشت کډوال یې مېلمانه دي چې ترڅو خپل وطن ته ستنېږي نو دلته به یې د مېلمنو په توګه خیال ساتل کېږي او هيله يې وښوده چې افغان کډوال بۀ په عزت خپل هېواد ته ستانه شي:

"افغانستان، چونکې دا نېشنل پاليسي ده او انټرنېشل فيصلې دي، کله پورې چې هغوى پاکستان کې دي، زموږ مېلمانه دي، موږ به د هغوى خدمت کوو او د هغوى خيال به هم ساتو. Already ما پوليسو ته لارښوونه کړې ده چې دوى سره زياتي ونه شي، دوى سره څه بدمعاشى ونه شي. ان شاء الله موږ به د هغوى خيال ساتو. خداى دې وکړي چې دوى په عزت سره خپل ملک ته واپس لاړ شي."

د خيبر پښتونخوا د واکمن تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان
د خيبر پښتونخوا د واکمن تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان

له بلې خوا د خيبر پښتونخوا د واکمن تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان هم د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل:

"له افغان کډوالو سره د بد چلند راپورونه رارسېدلي، دوى [افغان کډوال] زموږ مېلمانه دي او بايد ښه چلند ورسره وشي. ما په افغانستان کې د پاکستان د پخواني سفير رستم شاه مومند په مشرۍ يوه کومېټه جوړه کړې، څو په صوبه کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزې وڅېړې او حل لار يې راوباسي."

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړېوالې ادارې يو اين ايچ سي آر د وينا له مخې، دا مهال په پاکستان کې شاوخوا پېنځلس لکه راجستر شوي افغان کډوال مېشت دي چې په دې هېواد کې د اوسېدنې قانوني شناختي کارډونه لري.

که څه هم په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدنې موده د روان کال د جون په وروستۍ نېټۀ پاى ته ورسېده، خو بيا وروسته ددې هېواد وزيراعظم نواز شريف په دې هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د روان کال تر پايه پورې وغځوله.

که څه هم د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت تېره مياشت په پاکستان کې د افغان کوالو د اوسېدنې د مودې په غځولو مخالفت کړى و او له مرکزي حکومته يې غوښتي ول چې که چيرې د کډوالو د اوسېدو موده غځوي، نو هغوى دې له ښارونو وباسي او کيمپونو ته دې ولېږدوي.

"خو د کډوالو د نړېوالې ادارې مشر فليپو ګرانډي چې تېره مياشت د افغان کډوالو د وضعيت څېړلو لپاره پاکستان ته راغلى و، ددې هېواد له چارواکيو يې وغوښتل چې "د افغان کډوالو په بېرته ستنولو کې دې له صبره کار واخلي او پر هغوى دې د ترهګرو ټاپې نه لګوي."

د خيبر پښتونخوا وزير اعلى د افغان کډوالو د نه تنګولو خبره په داسې وخت کې کړې چې په دې وروستيو کې ډېرى راجستر او ناراجستر شوي افغان کډوال د پوليسو د ځورونو له امله مجبور شوي چې خپل هېواد ته ستانه شي.

د يادونې وړ ده چې له پاکستانه پخپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدا لړۍ تېزه شوې او په خيبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د رياست د چارواکيو د وينا له مخې، په دې وروستيو کې هره ورځ له ١٠٠ تر ٤٠٠ پورې راجستر شوې کورنۍ پخپله خوښه هېواد ته ستنېږي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG