د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

م.م: افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله بې سارې لوړه شوې


د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو په راپور کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې د کچې زیاتیدل ویرونکې او د شرم وړ موضوع بللې شوې ده.

دغه راپور چې د دوه زره شپاړسم کال د لومړیو شپږو میاشتو د ملکي وګړو د مرګ ژوبله ارقام ښيي د ځمکنیو جګړو زیاتوالی، د وسله والو له لوري لویې انتحارې حملې، هوايي بمبارۍ او د ماین چاودنې په کې د مرګ ژوبلې د زیاتېدو اصلي عوامل بلل شوي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یا یوناما د بشري حقونو د برخې مشرې میرمن دانیل بیل د دغه راپور د تشریح پر مهال وویل چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله په تېرو اوو کلونو کې په بې سارې توګه لوړه شوې ده.

​دانیل بیل زیاته کړه:

"دغه ارقام یو ځل بیا د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما د راپور له تر ټولو لوړه کچه ښيي، د ملګي وګړو په مرګ ژوبله کې څلور سلنه زیاتوالی عمدتاً د دواړو خواوو ترمنځ د څمکنیو جګړو د زیاتوالي او د وسله والو مخالفینو له لوري د پیچلو انتحاري حملو له کبله دی."

د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۶۰۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۵۶۵ ټپیان شوي چې ۱۵۰۹ تنه یې ماشومان دي.

په راپور کې همدا راز ویل شوي چې په افغانستان کې د جګړې اصلي قربانیان ماشومان او میرمنې دي چې ۲۰۰۹ کال راهیسې یې په دوامداره توګه د مرګ ژوبلې کچه مخ پر زیاتېدو ده.

په تېرو شپږو میاشتو کې ۳۸۸ ماشومان وژل شوي او ۱۱۲۱ تنه یې ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې په جګړه کې ټولې ښکیلې خواوې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره له ژمنې سره سره بیا هم پاتې راغلي دي.

د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما د تېرکال په راپور کې هم د ملګي وګړو مرګ ژوبله وحشتناکه بلل شوې وه او څلور سلنه زیاتوالی یې ښوده.

تازه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دیارلسوه څلور نوویم کال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په راپور کې ویلي و چې د ملکیانو مرګ ژوبله ۸.۱۷ فیصده لوړه شوې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یا یوناما ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یا یوناما ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو.

له دې ټولو سره سره په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یا یوناما ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو وايي د جګړې ښکیلې خواوې مسولیت لري چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره عملي اقدامات وکړي.

"موږ همدا راز په دغه ګزارش کې دا موضوع هم نوټ کړې چې طالبانو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د راپور ورکولو په برخه کې د هغو په شمول چې د دوی له لوري ورته مرګ ژوبله اوړي یو سلسله اقدامات کړي، ملګري ملتونه طالبان هڅوي چې دغه پالیسي عام کړي او دا یقیني کړي چې دغه اقدامات د نړیوال بشري حقونو له قانون سره اړخ ولګوي.د سولې په نه موجودیت کې هم په جګړې کې ټولې ښکیلې خواوو مسولیت لري چې د ملکي وګړو له مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي."

که څه هم د ملګرو ملتونو په راپور کې افغان امنیتي ځواکونو ته د ملامتۍ ګوته نیول شوي خو له هڅو سره سره بیا هم ونه توانیدو چې په دې اړه د حکومت نظر واخلو خو له دې وړاندې تل افغان چارواکو تاکید کړی چې په جګړه د ملکي وګړو خوندیوب یې تر ټولو مهم لومړیتوب دی.

د یوناما په راپور کې په تاکید دا وویل شوي تر هغې چې په افغانستان کې د جګړې ښکیلې خواووې په رښتینې توګه دملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د خبرو پرځای عملي اقدامات ونکړي مشکله به وي چې د مرګ ژوبلې په کچه دې کموالی راشي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG