د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۵۷

ډيپلومات: ايا د افغانستان د يوازې سر مبارزه به بريالۍ شي؟


لاس انجلس ټايمز:

له امريکا خپرېدونکې ورځپاڼې لاس انجلس ټايمز په خپله تازه ګڼه کې تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې؛ د افغانستان ملي اردو ته ګمارل شوي کسان يوې خونړۍ جګړې ته تياری نيسي.

په ليکنه کې د څو ځوانانو پر داستان تمرکز شوى چې د اردو له ليکو سره يو ځاى شوي دي. په يوه برخه کې يې ليکي؛ ٢٣ کلن ضيا الحق په ډېرې سختۍ وتوانېد خپله کورنۍ قانع کړي چې د ملي اردو په ليکو کې د ده شاملېدو ته اجازه ورکړي.

د لاس انجلس ټايمز په باور، د ضيا الحق په څېر ډېر نور ځوانان هم شته چې وايي د هېوادپالنې او د خپل هېواد د دفاع لپاره غواړي د اردو په ليکو کې خدمت وکړي.

د اردو چارواکي وايي که له يوې خوا د دوى ليکو ته د جلب و جذب اندازه زياته شوې، ورسره د اردو له ليکو د ځوانانو د تېښتې پېښې هم زياتې شوې دي.

د ورځپاڼې د ليکنې په حواله، هغه ځوانان چې له اردو سره يو ځاى کېږي، له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

د امريکا د دفاع وزارت د يوه راپور له مخې د ٢٠١٥م کال د جنورۍ له اولې د نوامبر تر ١٥مې پورې د ٢٠١٤م کال د همدې مودې په پرتله د ملي اردو د سرتېرو تلفات ٢٧ فيصده زيات وو.

خو ورځپاڼه د افغانستان د دفاع وزارت د ارقامو له مخې ليکي، له دغو خطرونو سره- سره، هره مياشت تر ٦ زرو زيات افغان ځوانان او لږ شمېر ښځې د اردو ليکو ته د شاملېدو لپاره نوم ليکنه کوي.

په ليکنه کې راغلي، سره له دې چې د روژې په مبارکه مياشت کې ګرمي وه، خو دغو ځوانانو بيا هم خپلو تعليماتو ته ادامه ورکړه او د جنګ جبهې ته هم لاړل.

ورځپاڼه د افغان پوځي چارواکو په حواله ليکي چې ويلي يې دي، د روژې مبارکې مياشتې لوږې، تندې او ګرم موسم پر سرتېرو هېڅ ډول اغېز ونه کړ، بلکې خپل کار ته‎يې ادامه ورکړه.

ډيپلومات:

ډيپلومات خپرونې په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان په اړه خپلې يوې ليکنې ته دغه سرليک ورکړى؛ ايا د افغانستان د يوازې سر مبارزه به بريالۍ شي؟

خپرونه پوښتنه کوي چې ايا ولسمشر محمد اشرف غني کولاى شي د افغانستان د بيا احيا لپاره خپلو نظرياتو او تصوراتو ته د عمل جامه واغوندي؟

د ډيپلومات په حواله، ولسمشر غني په څو جبهو کې جدي مبارزه پيل کړې ده چې بريا او ناکامي به‎يې د افغانستان او سيمې څېره بدله کړي.

په ليکنه کې راغلي، ده په افغانستان کې دننه د اصلاحاتو لپاره يوه خطرناکه خو په عين حال کې هيله بخښونکې مبارزه پيل کړې ده، څو هغه دولتي ادارې چې په اداري فساد کې ښکېلې دي او د بهرنيو مرستو سلګونه میليونه ډالره‎يې ضايع کړي، په مؤثرو ادارو بدلې کړي چې وکړاى شي د خلکو لپاره د اړتيا وړ خدمات وړاندې کړي.

د ډيپلومات په ليکنه کې وړاندې راغلي، ولسمشر غني په بهرنۍ جبهه کې په نه ستړې کېدونکې توګه هڅه کوي چې د افغانستان ستراتېژيک شريکان قانع کړي، څو له دې هېواد سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي او د خپلې بقا د ساتنې لپاره له افغانستان سره خپل سياسي او پوځي ملاتړ غښتلى کړي.

خپرونه زياتوي، تر ټولو مهمه دا ده چې ولسمشر غني بايد ځان د يوه قوي او متحدوونکي رهبر په توګه معرفي کړي، څو وکړاى شي د خلکو باور خپل کړي.

د خپرونې په ليکنه، محمد اشرف غني بايد هغه اهداف هم ترلاسه کړي چې د انتخاباتي کمپاينونو په محور کې يې و چې هغه اقتصادي، امنيتي او د بشري منابعو ثبات و.

د خپرونې په حواله، دغو اهدافو ته رسېدل د ولسمشر غني د حکومت لپاره زيات اهميت لري.

XS
SM
MD
LG