د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

کارټر: د عراق په موصل کې بری ممکن دی


په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې یا داعش پر ضد په مبارزه کې د امریکا په مشرۍ د ائتلاف د غړو هېوادونو ډیپلوماټانو او دفاع وزیرانو پرون پنجشنبې په واشنګټن کې سره وکتل.

دوی له داعشه د عراق د موصل ښار د بېرته نیولو لپاره د پراخو پوځي عملیاتو پر پيل خبرې وکړې.

واشنګټن د چهارشنبې او پنجشنې په ورځ د عراق په اړه د نړیوال کنفرانس کوربه و چې د عراق د حکومت لوړ رتبه چارواکي هم ورغلي وو.

د غونډې په دوهمه ورځ، د امریکا دفاع وزیر اشټن کارټر وویل چې په موصل کې بری ممکن دی.

په واشنګټن کې غونډې ته چې په موصل کې د پوځي عملیاتو د پیل په اړه خبرې په کې وشوې، د لږ تر لږه څلویښت هېوادونو استازي ورغلي وو.

په واشنګټن کې غونډې ته چې په موصل کې د پوځي عملیاتو د پیل په اړه خبرې په کې وشوې
په واشنګټن کې غونډې ته چې په موصل کې د پوځي عملیاتو د پیل په اړه خبرې په کې وشوې

موصل د عراق دوهم ستر ښار او د داعش کلک سنګر دی.

په واشنګټن کې غونډې ته د امریکا د بهرنیو چارو اشټن کارټر وویل:

"موږ په دې جګړه کې پیاوړي یو او د جګړې پر ډګر اغېز څرګند دی. دا اوونۍ به موږ نور پلانونه جوړ او نوې ژمنې وکړو. موږ به داعش ته سخته ضربه او لازم شکست ورکړو. موږ به د داعش د وحشیانه ایډیالوژۍ پر اساس د اسلامي دولت نظر له منځه یوسو."

په واشنګټن کې دې غونډې ته پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل، ائتلافي قواوو په عراق کې د هغو سیمو تر نیمايي زیاته برخه نیولې چې د داعش په لاس کې وې او په سوریه کې یې ۲۰ فیصده سیمې له داعشه پاکې کړې دي.

جان کري وویل، ائتلافي قواوو په عراق کې د هغو سیمو تر نیمايي زیاته برخه نیولې
جان کري وویل، ائتلافي قواوو په عراق کې د هغو سیمو تر نیمايي زیاته برخه نیولې

جان کري زیاته کړه:

"زموږ هوايي حملو د داعش رهبري کمزورې کړې، د هغوی د اکمالاتو لارې یې تر فشار لاندې کړي او د پوځي عملیاتو لپاره د هغوی توان یې کم کړی دی. "

جان کري ټینګار وکړ چې په بشپړ ډول، په عراق او سوریه کې د دې وسله والې ډلې د ریښو ایستل به زیات وخت ته اړتیا نه لري.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي ویلي چې د روان ۲۰۱۶ میلادي کال تر پایه به د موصل ښار له داعشه ونیسي.

موصل تقریباً یو نیم میلیون اوسیدونکي لري.په دې ښار کې سني او شیعه عراقیان اوسي او کردي ټولنه هم لري.

رپوټونه وايي چې د عراق حکومت ښايي د دې ښار په نیولو کې سیاسي ستونزې پیدا کړي.

د عراق سني، شیعه او کردي مشران پر دې مخالف دي چې د موصل تر نیولو وروسته به دا ښار څرنګه رغول او اداره کیږي.

خو ټولو خواوو ژمنه کړې چې لږ تر لږه ۱۵۰۰۰ سیمه ییز ملیشه ځواک به د ښار د نیولو لپاره په عملیاتو کې برخه اخلي.

په سوریه او عراق کې د داعش پر ضد د ائتلافي قواوو لپاره د امریکا استازي پرون په واشنګټن کې غونډې ته وویل چې د موصل د بېرته نیولو عملیات به ډېر پیچلي وي.

په واشنګټن کې د کنفرانس په اوله ورځ له عراق سره د څه باندې دوه اعشاریه یو میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وشوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په واشنګټن کې د عراق په اړه د نړیوال کنفرانس په اوله ورځ وویل چې د داعش فعالیت یوازې په پوځي عملیاتو نه شي ختمیدلای.

جان کري وویل، د عراق له حکومت سره باید د ثبات د ټینګښت او د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره بشري مرستې وشي.

XS
SM
MD
LG