د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

د ولسمشر تقنیني فرمان د بهرنیو فشارونو له امله رد شو؟


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د ملي شورا د ګډې کمېټې له خوا د ولسمشر د فرمان ردولو او په پاکستان کې د افغان کډوالو ځورولو ته ځانګړي کړي دي.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې د ولسمشر فرمان د بهرنیو فشارونو له امله رد شو او که د دې لپاره چې وکیلان پر خپلو څوکیو پاته شي.

په سرمقاله کې راغلي، د ملي شورا ګډې کمېټې ځکه د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر فرمان رد کړ چې وایي، ولسمشر او اجرائیه رئیس غواړي د انتخاباتو کمیشنران انتصابي کړي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، ستونزه هغه وخت پیل شوه چې ولسمشر د شپږم کال لپاره د ولسي جرګې د کار دوام تائید کړ او د ولسي جرګې انتخابات په خپل وخت ترسره نه شول.

د ورځپاڼې په باور، حکومت باید سر له اوسه په نورو قانوني لارو چارو غور وکړي څو کم تر کمه راتلونکی کال د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات ترسره کړای شي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د ملي شورا ګډې کمېټې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر فرمان رد کړ، خو اوس به بیا دغه فرمان د ولسي جرګې عمومي غونډې ته ځي او که چېرې دوه پر دریمې برخې وکیلان مثبته رایه ورکړي، تائید که نه رد به شي.

په سرمقاله کې راغلي، ولسمشر تېره شپه یو شمېر وکیلان د پلو خوړولو لپاره ارګ ته غوښتي وو، خو د سرمقالې د لیکوال په باور، معلومه نه ده چې دا پلو خوړل به د فرمان د تائيد لامل شي او که نه؟

د ورځپاڼې په باور، د ولسي جرګې د کار موده پخوا بشپړه شوې او ولسمشر نه باید دغې جرګې ته د انتخاباتي اصلاحاتو قانون لیږلی وی.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا په سرمقاله کې لیکلي، که د ولسي جرګې عمومي غونډه بیا هم د انتخاباتو د اصلاح په اړه د ولسمشر فرمان رد کړي، نو وکیلان د اوړي رخصتیو ته ځي او د انتخاباتو د اصلاح موضوع له نامعلوم حالت سره مخ کیږي.

په سرمقاله کې راغلي، که فرمان بیا هم رد شي، نو حکومت یوه لاره مخ ته لري او هغه داده چې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه له سیاسي لارو چارو کار واخلي.

ورځپاڼې که څه هم دغه سیاسي لارې چارې نه دي واضح کړي خو د سرمقالې لیکوال ویلي، وکیلان باید دا فکر وکړي چې له رخصتیو مخکې د یوې مهمې موضوع چې همدغه د انتخاباتو اصلاح ده، برخه لیک معلوم کړي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د هغه هېواد د پولیسو بد چلند ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي چې د پاکستان پولیس افغان کډوال ځوروي، نیسې یې او سپکې سپورې ورته وایي.

په سرمقاله کې راغلي، د تورخم له ستونزې وروسته تراوسه اته زره افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوي او د هغه هېواد پولیس د کډوالۍ د کارت پروا نه ساتي او پاسپورټ لرونکي مسافر هم ځوروي.

XS
SM
MD
LG