د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

د جمهوري پلوي ګوند کنګره کې د "ټرمپ" د مخالفینو هڅې ناکامې شوې


د امریکا د جمهوري پلوي ګوند کنګره د دوشنبې په ورځ پیل شوه.د امریکا د جمهوري پلوي ګوند د کنګرې په پیل کې د ډونالډ ټرمپ مخالفینو هڅه وکړه چې جمهوري ریاست ته یې د کاندیداتورۍ مخه ونیسي خو بریالي نه شول.

ډونالډ ټرمپ له ټاکل شوي وخته مخکې غونډې ته حاضر شو او خپله میرمن میلانیا ټرمپ یې خلکو ته ور وپیژندله.

میرمن ټرمپ زیار وکړ چې د خپل خاوند هغه څېره چې د کډوالو او مسلمانانو سره د مخالفت له کبله یې خپله کړې یوڅه ورغوي.

ډونالډ ټرمپ غونډې ته د خپلې مېرمنې د ورپیژندلو په مهال
ډونالډ ټرمپ غونډې ته د خپلې مېرمنې د ورپیژندلو په مهال

ډونالډ ټرمپ غونډې ته د خپلې مېرمنې د ورپیژندلو په مهال داسې وویل:

"اغلو او ښاغلو! زما لپاره یو لوی ویاړ او افتخار دی چې د امریکا راتلونکې لومړۍ میرمن تاسو ته در وپیژنم، زما مېرمن، میلانیا ټرمپ یوه عجیبه مور او یوه افسانه يي ښځه، له تاسو ډېره منننه."

میلانیا ټرمپ، د جمهوري پلوي ګوند کنګرې ته ټینګار وکړ چې خاوند به يې د ځینو خلکو نه بلکه د ټولو استازی وي.

اغلې میلانیا زیاته کړه:

"اغلو او ښاغلو ! ډونالډ جي ټرمپ د امریکا د راتلونکي جمهور رئیس په توګه د ټولو خلکو خدمت ته تیار دی."

د جمهوري پلوي ګوند خپل منځي اختلافاتو په روانې کنګرې سیورۍ غوړولی دی.

د غونډې پیل کې د ښاغلي ټرمپ مخالفینو هڅه وکړه چې د کاندیداتورۍ د اصولو په بدلولو سره د ګوند له خوا یو بل کس راتلونکو انتخاباتو ته کاندید کړي.

خو د ګوند مشرانو له رايي ګېری وروسته اعلان وکړ چې مخالفینو کافي رایې ترلاسه نه کړي.

د جمهوري پلوي ګوند تقریباً دوه زره استازي د کلیفلنډ په سټوډیم کې دغې کنګرې ته راټول شوي دي.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی ډونالډ ټرمپ به د جولایي په یوویشتمه په کنګره کې د یوې وینا په ترڅ کې د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو لپاره خپله کاندیداتوري ومني.

د امریکا په سنا مجلس کې د اکثریت مشر میچ مککونیل او د استازو د مجلس مشر پاول راین او دغه راز د ښاغلي ټرمپ پخواني سیالان، ټېډ کروز، کریس کریستي، سکات واکر او مارکو روبیو به هم د جمهوري پلوی ګوند کنګرې ته ویناوې وکړي.

بل خوا ټاکل شوې ده چې د ډیموکراټانو کنګره راتلونکې اوونۍ په فلادلفیا کې وشي او هیلری کلیټن به راتلونکو انتخاباتو ته خپله کاندیده معرفي کړي.

میرمن کلېنټن ویلي چې ډونالډ ټرمپ د امریکا جمهور رئیس کیدی نه شي.

XS
SM
MD
LG