د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

هېواد: د پاکستان د یرغل مخنیوی دې وشي


د افغانستان په سرحدي سیمو د پاکستان له خوا یرغل او له فساد سره د مبارزې نوې لارې چارې د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

د پاکستان د یرغل مخنیوی دې وشي، دا د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.

په سرمقاله کې راغلي، پر افغانستان تحمیل شوې جګړه په داسې حال کې دوام لري چې د جګړې د دوام لوری معلوم شوی، خو د جګړې د پای څرک نه لګیږي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، افغان ځواکونو تل هغه وسله وال مخالفین ځپلي چې پاکستان روزلي دي، خو د لیکوال په باور، لومړیتوب باید دې ته ورکول شي چې د جګړې د عاملینو پر ضد ګام پورته شي.

هېواد د سرمقالې په پای کې لیکلي، د حکومت هغه هڅې د ستایلو دي چې په نړیواله کچه یې پاکستان تر فشار لاندې راوستلی، خو دا هڅې باید دوام وکړي تر څو تپل شوې جګړې پای ومومي او له پاکستانه د افغانستان د جګړې تاوان وغوښتل شي.

چراغ ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د پاکستان دولتي چارواکو تر اوسه له خپل تاریخه عبرت نه دی اخیستی.

په سرمقاله کې راغلي، د پاکستان سیاسي چارواکو تل هڅه کړې چې خپل او نورو حکومتونو ته ستونزې پيدا نه کړي، خو د سرمقالې لیکوال ویلي، د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکي بیا بیلې تګلارې تعقیبوي.

سرنوشت ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله له فساد سره د مبارزې څرنګوالي او د لویې څارنوالۍ نویو اقدماماتو ته ځانګړې کړې ده.

په سرمقاله کې راغلي، دا چې د فساد په تور د ښاروالۍ ۱۱۰ کارکوونکي ممنوع الخروج اعلان شوي، دا څرګندوي چې بیا هم له فساد سره مبارزه له ټیټ پوړو چارواکو څخه پيل شوې ده.

د سرمقالې لیکوال ویلي، پخوا هم یو شمېر ټیټ پوړي چارواکي د فساد په جرم محکوم شوي او زندان ته استول شوي، خو هغه کړۍ چې میلیونونه پیسې اختلاس یې کړی او لا یې هم کوي، خلاصې تڼۍ ګرځي.

د ورځپاڼې په باور، د فساد پر ضد په دې ډول مبارزه چې د ښاروالۍ له کارکوونکو پيل شي، د خلکو د هرکلي وړ نه ګرځي او لازمه نتیجه هم نه ورکوي.

ویسا ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې اداري فساد، د جګړې دوام، نشه یي مواد او بې کاري د افغانستان پر وړاندې عمده ننګونې دي.

په سرمقاله کې راغلي، په فساد کې ځینې داسې لویې کړۍ لاس لري چې پخواني جګړه ماران دي او امریکا او ناټو په لومړي سر کې پانګونه پرې وکړه.

ورځپاڼې که څه هم د دغو کړیو نومونه نه دي اخیستي، خو د سرمقالې لیکوال ویلي، تر ډيره فساد په هغو پروژو کې شوی چې د ناټو او بهرنیو ځواکونو له خوا تمویل شوې دي.

XS
SM
MD
LG