د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

چاپېریال ساتنې اداره: کابل کې ۴۰ سلنه ځمکې لاندې اوبه ککړې دي


د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره تر ځمکې لاندې اوبو له ککړتیا او غیر صحي حالت نه اندېښنه څرګندوي.

دغه اداره وايي چې اوس مهال د کابل ښار ۴۰ سلنه د ځمکې لاندې اوبه چې څښاک او وینځلو لپاره ورڅخه استفاده کېږي غیر صحي دي چې د دوی اندېښنې‎یې راپارولې دي.

د یادې ادارې مرستیال عبدالولي مدقق د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، اړتیا ده چې دولت پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی د خپلو کاري پروګرامونو په سر کې ځای کړي.

ښاغلی مدقق وايي:

"په ځینو سیمو کې باکتریايي مواد زیات دي، دا اندېښنه موجوده ده، په ټوله کې د چاپېریال ساتنې د ادارې د وینا له مخې ۴۰ سلنه کم او زیات همدا تصور موجود دی."

د کاناليزایسون نه موجودیت، د بد رفت څاه ګانو نه معیاریتوب، په ښار کې د کثافاتو شتون، په کابل سیند کې د اوبو نه موجودیت، د نفوسو زیاتوالی او د کیمیاوي سرې په لوړه کچه کارونه هغه لاملونه دي چې د چاپيریال ساتنې ادارې د مسؤلانو په باور د ځمکې لاندې اوبه‎یې ککړې کړې دي.

پلازمېنه کابل چې تر پنځو میلیونو زیات اوسېدونکي لري د افغانستان له هغو ښارونو څخه دی چې لا هم په‎کې ټول خلک د څښاک او وینځلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه‎لري.

د چاپېریال ساتنې د ادارې د مسؤلانو د راپور له مخې د کابل د ځمکې لاندې اوبه د تېرو څوارلسو کلونو په پرتله ډېرې ککړې شوې دي.

که څه هم په دغه هېواد کې پاکو او صحي اوبو ته د خلکو لاسرسی له تېرې یوې لسیزې راهیسې د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول جرمني د مرستو یوه برخه وه خو د میلیونونو ډالرو لګښت سره–سره لا هم په یاده برخه کې ستونزې پر ځای پرتې دي.

د کارپوهانو په وینا دا وضعیت د اړوندو کورنیو او بهرنیو ادارو خدمتونه له پوښتنو سره مخامخ کوي.

له دې ډلې پردېس رسولي ازادی راډیو ته وویل چې دولت او اړوند ارګانونه د ځمکې لاندې اوبو د صحي کولو په هدف د یوې طرحې په جوړولو کې پاتې راغلي دي.

ښاغلی رسولي وايي:

"په ټوله کې د کابل د ځمکې لاندې اوبه په یو بد وضعیت کې دي، د کابل اوسېدونکي‎یې له یو جدي ګواښ سره مخ کړي دي."

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي چې د ځمکې لاندې اوبو ککړتیا د زرګونو کسانو ژوند ګواښي.

د نوموړي په وینا د کابل ښار په یو شمېر سیمو کې په ۴، ۵ مترۍ کې اوبه راوځي خو دا اوبه ککړې دي او د باکتریايي ناروغیو لامل ګرځي.

خو د دې ټولو سره–سره د اوبو او برېښنا وزارت د هایدروجیالوجي یا د ځمکې د لاندې اوبو رییس انجنیر محمد نعیم توخي وايي چې د دغې ستونزې د هواري لپاره د ځمکنیو اوبو د سرچینو د زیاتولو او مدیریت د پالېسۍ په مسوده کار کوي.

ښاغلی توخي وايي:

"پرون چې موږ خپله جلسه وکړه، په څو موردو کې وه، یو مورد یې دا و چې د ځمکې د لاندې اوبو ارزول شوې پالېسي وه چې مسوده‎یې تخنیکي سکرتریت ته وړاندې شوې چې د نظرونو په اخیستلو سره به وروستۍ شي او موږ کولای شو چې بیا ورنه د یو سند په توګه ګټه واخلو."

د چاپېریال ساتنې د چارو متخصص پردېس رسولي ټینګار کوي چې حکومت دې ژر تر ژره د فاضله اوبو سیستم چې د اوبو د ککړتیا اصلي لامل دی طرحه او عملي کړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG