د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

دانش: نشه يي توکو د افغانستان د جګړې له دوام سره مرسته کړې


د ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال وايي چې د افغانستان، سیمې او نړۍ امنیت، پرمختګ او ثبات د مخدره موادو د کښت، تولید او قاچاق د مبارزې په بریالیتوب پورې تړلی دی.

سرور دانش د یکشنبې په ورځ د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې د یووالي اوونۍ د پيل په غونډه کې وویل چې د افغان دولت د وسله والو مخالفانو عمده مالي سرچینې مخدره مواد تشکیلوي.

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"په حقیقت کې مخدره مواد د افغانستان د تحمیلي جګړې بودجه تامینوي او ترورېزم تمویلوي نن د افغانستان د نامشروع اقتصاد عمده برخه او د وسله والو مخالفانو مالي سرچینې مخدره مواد جوړوي، وسله وال مخالفین د مخدره موادو ستر قاچاقبران او د مخدره مواد د کښت او د تولید ملاتړي دي، نو له همدې امله د افغانستان او نړۍ امنیت له مخدره موادو سره تړلی دی."

ښاغلي دانش زیاتوي افغان حکومت په دې برخه کې له شته ستونزو سربېره بیا هم د مخدره موادو کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې مبارزه کوي، خو ټینګار یې وکړ چې نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونو په دې برخه کې خپله همکاري ونه سپموي.

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې او د مخدره موادو سره د مبارزې د یووالي ملي اوونۍ ته افغان ولسمشر او اجرايیه رییس په پیغامونو کې که څه هم د مخدره موادو په وړاندې مبارزې د لاس ته راوړنو یادونه شوې وه، خو په جدي مبارزه یې هم ټینګار کړی و.

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې د یووالي اوونۍ د یکشنبې په ورځ پیل او تر بلې یکشنبې به دوام وکړي
د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې د یووالي اوونۍ د یکشنبې په ورځ پیل او تر بلې یکشنبې به دوام وکړي

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې د یووالي اوونۍ د یکشنبې په ورځ پیل او تر بلې یکشنبې به دوام وکړي چې په ترڅ کې به یې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې بېلابېل پروګرامونه جوړ او خلکو ته به هم عامه پوهاوی ورکول شي.

بل لورته د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزیره وايي، که څه هم په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په افغانستان کې د مخدره موادو په کښت او تولید کې کموالی راغلی خو یادونه یې وکړه امکان لري د روان کال په سروې ګانو کې تغیرات راشي.

عظیمي: د مخدره موادو په کښت او تولید کې کموالی راغلی
عظیمي: د مخدره موادو په کښت او تولید کې کموالی راغلی

سلامت عظیمي په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې د مخدره موادو مافیایي شبکې هڅه کوي چې د خپلو ګټو لپاره په بېلابېلو هېوادونو کې په مخدره موادو انسانان روږدي کړي چې دا یوه نړیواله ستونزه ده.

میرمن عظیمي زیاته کړه:

"د نړۍ د مخدره موادو مافیا او شبکې یې په بېلابېلو هېوادونو کې هڅې کوي چې په مخدره موادو روږدي کسان نور هم زیات شي، تر څو له دې لارې زیاته ګټه ترلاسه کړي، مخدره مواد نه یوازې افغانستان ته بېلابېلې ستونزې جوړې کړې، بلکې د سیمې هېوادونو او نړیوالو ټولنې ته یې هم ستونزې راټوکولې دي."

ښاغلې عظیمي زیاتوي چې ۲۰۱۵ میلادي کال کې افغانستان د نړۍ نږدې پنځه اویا فیصده مخدره مواد تولید کړي چې نږدې اویا ملیارده ډالره ارزښت لري.

کورنیو چارو وزارت کې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي وايي چې یوازې افغان بزګرانو ته ۴۴۰ میلیونه ډالره رسېدلي چې دا ټولو عوایدو درې یا پنځه فیصده جوړوي.

باز محمد احمدي په ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې غږ کوي چې له افغان حکومت سره په دې برخه کې خپلې هلې ځلې شریکې کړي او د دې ناوړې پدیدې پر واندې په نړیواله کچه مبارزه وکړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG