د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

د ترکيې د ناکامې کودتا په تور یو پوځي قومندان او قاضي نیول شوی


د ترکيې حکومت د شنبې د شپې د ناکامه پوځي کودتا د هڅې په تور د مشکوکو او تورنو کسانو د نیولو په لړ کې د دې هېواد یو لوړ رتبه پوځي قومندان او یو مخکښ قاضي نیولی دی.

ترکي چارواکو پرون وویل، د پوځ نیول شوی قومندان ایردل اوزترک نومیږي چې د ناټو د چټک غبرګون د ځواک مشري يې کوله.

راپورونه دا هم وايي چې دغه جنرال د ترکي د پوځ د هغې ډلې غړی دی چې په ۲۰۰۵ میلادي کال کې يې په افغانستان د ایساف ماموریت په چوکاټ کې د نړیوالو ځواکونو مشري کوله.

د ترکي حکومت دغه راز د دوه زره ۷ سوو پنځوسو هغو قاضیانو د نیولو امر هم کړی دی چې د پوځي کودتا د هڅې په ملاتړ تورن شوي دي.

د ترکي د پوځ سرپرست مشر ویلي، د کودتا اکثره پلان جوړونکي د دې هېواد د هوايي ځواک افسران دي.

د شنبې د شپې راپدیخوا چې د یوې پوځي کودتا له لارې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د حکومت د ړنګولو ناکامه هڅه وشوه، په ترکیه کې ۲۶۵ کسان وژل شوي او څه د پاسه زر نور ژوبل دي.

که څه هم د ترکيي حکومت وايي، هر څه په کنټرول کې دي او د کودتا هڅه ناکامه شوې خو ولسمشر اردوغان له خپلو پلویانو غوښتي چې پر لارو او واټونو کې پاتې شي څو د کودتا د بلې هڅې د مخنیوي لپاره چمتو اووسي.

په همدې حال کې د ترکيي د دفاع وزیر ویلي چې که څه هم د کودتا هڅه ناکامه شوې خو د حکومت د پلوي سرتېرو او د کودتا د تنظیمونکو ترمنځ ښايي نورې نښتې هم وشي.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپل سیاسي مخالف او جلا وطنه مذهبي مشر فتح الله ګولین چې په امریکا کې میشت دی تورن کړی چې د پوځي کودتا له لارې يې د ده د حکومت د نسکوره کولو هڅه کړې ده.

اخوا بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري پرون وویل چې انقرې ته د فتح الله ګولین د سپارلو په اړه به د ترکي د ولسمشر په غوښتنه غور وکړي.

کري: انقرې ته د فتح الله ګولین د سپارلو په اړه به د ترکي د ولسمشر په غوښتنه غور کوو
کري: انقرې ته د فتح الله ګولین د سپارلو په اړه به د ترکي د ولسمشر په غوښتنه غور کوو

ښاغلي کري وویل:

"نه. له موږه تر اوسه د فتح الله ګولین په اړه داسې غوښتنه نه ده شوې، خو موږ پوره پیشبیني لرو چې د ښاغلي ګولین په اړه به پوښتنې کیږي. ښکاره ده چې موږبه د تل په شان د ترکي له حکومته غواړو چې په دې اړه قانوني شواهد وړاندې کړي.متحده ایالات به شواهد ترلاسه او غور به پرې وکړي او په مناسبه توګه به يې په اړه قضاوت وکړي."

د ترکي حکومت تر اوسه په رسمي ډول له متحده ایالاتو څخه داسې کومه غوښتنه نه ده کړې.

د سیمې قوتونو سعودي عربستان او ایران په ترکیه کې د وضیعت د نورماله کېدو او په واک کې د رجب طیب اردوغان د حکومت د پاتې کیدو هرکلی کړی دی.

اسراییل بیا د اردوغان د حکومت خلاف د پوځي کودتا ناکامه هڅه غندلې ده.

XS
SM
MD
LG