د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

سرنوشت: ناامني مه پټوئ، مخه یې ونیسئ


د پاکستان پر وړاندې د نړیوالو د دریځ بدلون او په کابل ښار کې د جنایي جرمونو زیاتوالی د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي چې افغانستان د امریکا د کانګرس د پریکړې تود هرکلی کوي.

په سرمقاله کې راغلي، د امریکا د کانګرس هغه غونډه ډیره ګټوره وه چې پاکستان د امریکا دوست دی که دښمن؟ تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.

د سرمقالې لیکوال ویلي، په دې غونډه کې د امریکا د کانګرس مشر سیلمون وویل، پاکستان د امریکا پر وړاندې دوه مخی سیاست لوبوي او د سیمې او نړۍ پر وړاندې یې پالیسي خطرناکه ده.

د ورځپاڼې په باور، د امریکا کانګرس د پاکستان په اړه له استماعیه غونډې وروسته پریکړه کړې چې پر پاکستان مرستې بندې او بندیزونه پرې ولګوي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د پاکستان په اړه د افغانستان د ملي امنیت د پخواني مشر رحمت الله نبیل خپرو کړو اسنادو ته اشاره کړې او لیکلي دي چې دغه اسناد د دې ښکارندویي کوي چې ولسمشر محمد اشرف غني په لومړي سر کې پاکستان سره د اړیکو د جوړیدو په هڅو کې تیروتنه کړې وه.

په سرمقاله کې راغلي، د ښاغلي نبیل له خوا خپاره کړي اسناد دا ښيي چې د افغانستان د جګړې په دوام کې د پاکستان استخبارات لوی لاس لري.

د سرمقالې لیکوال ویلي، حکومت باید هڅه وکړي چې د پاکستان د لاسوهنو پر وړاندې له امریکا او ناټو څخه عملي مرسته وغواړي او د ډیورند کرښې په اوږدو کې د تائسیساتو د جوړولو مخه ونیسي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په کابل کې د جنایي جرمونو زیاتوالي ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي چې کابل یو بې پوښتنې ښار دی.

په سرمقاله کې راغلي، د کابل اوسیدونکي د امن احساس نه کوي او تیره ورځ د یولسمې امنیې حوزې اړوند د مدینه بازار په سیمه کې نامعلومه وسله والو دوه کسان ووژل او یو بل یې ټپی کړ.

د سرمقالې لیکوال ویلي، په کابل کې د ناامنیو لوی لامل د تورو ښیښو موټرو موجودیت او غیر مسئوله وسله والو ته د وسلو ویشل دي.

سرنوشت:

سرنوشت بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، ناامني مه پټوئ، مخه یې ونیسئ.

په سرمقاله کې راغلي، امنیتي چارواکو دا پتیلې چې د امنیتي پيښو په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړي او ژورنالستان د امنیتي پیښو له پوښښه منعه شوي دي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، پر معلوماتو بندیز د حل لاره نه ده او حکومت ته په کار ده چې د امنیتي چارو د کنټرول لپاره باید په نورو لارو چارو فکر وکړي.

XS
SM
MD
LG