د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۷

په خوست کې د پاچاخان د پوهنتون د ایجاد لپاره نوې ژمنې وشوې


په خوست کې د نړیوالو اړیکو د سټراتيژیک مرکز له خوا د سیمه ییزې همکارۍ لپاره د اتصال نقطې په نوم د دوه ورځنۍ کنفرانس تابیا کوونکي وايي چې په یاد ولایت کې يې د پاچا خان د نړیوال پوهنتون د جوړولو لپاره نوې ژمنې ترلاسه کړې.

دوی د پنجشنبې په ورځ د کنفرانس په وروستۍ ناسته کې ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د هند سفارت، د پاکستان نېشنل پارټۍ او د امریکا د متحده ایالاتو یو شمېر غیر حکومتي موسسو د یاد پوهنتون په ایجاد کې د مرستې لپاره تیاری څرګند کړی دی.

د کنفرانس یو تن تابیا کوونکي فیض الله غمخور د خوست کنفرانس بریالی او له لاسته راوړنو ډک وباله او زیاتوي چې دوی د پاچا خان د پوهنتون د ایجاد په اړه د کنفرانس موخو ته ورسیدل او په نږدې راتلونکې کې به پدې برخه کې د یو شمېر نویو پرمختګونو شاهدان اوسي.

فیض الله غمخور زیاته کړه:

"موږ په دې کنفرانس کې عملاً د درېیو لویو هېوادونو د مرستو ژمنې ترلاسه کړې، د امریکا په متحده ایالاتو کې ځنو غیر حکومتي موسسو د مرستو ژمنې کړي دي، همداشان د هېواد حکومت په دې برخه کې د کمک وعده کړې ده، د پاکستان نېشنل پارټۍ د مرستې ژمنه کړې ده، دا ټولې خبرې چې ځینې يې په کنفرانس کې په ډاګه هم شولې، موږ په دې برخه کې خپل هدف ترلاسه کړی او انشاالله پدې برخه کې خلکو ته به د نورو پرمختګونو زیري هم ورکړو."

د کنفرانس یو تن هندی میلمه بنرجي چې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژی وزارت سره د سلاکار په توګه کار کوي وايي، پاچا خان د هند د نیمې وچې د ازادۍ کلک مبارز او په یاد هېواد کې د ډیموکراتیکې مفکورې د خورولو مخکښ شخصیت وو، د عدم تشدد د فلسفې سرلاری وو، نو ځکه هندي ولس زړونو ته نږدې دی او د ده درناوی کوي.

ده زیاته کړه د هند د سفارت د ښوونې او روزنې د برخې مشر د خوست کنفرانس ګډونوالو ته د سکایپ له لارې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل، کچیرې په خوست کې د پاچا خان پوهنتون د افغان حکومت په چوکاټ کې فعالیت پیلوي، نو دوی ورسره په هره برخه کې مرستې ته تیار دي.

مدني فعال سپین روان نورزی دا ډول کنفرانسونه ګټور بولي او وايي دا ډول کنفرانسونه په ځانګړي ډول ځوانانو کې چې د قبایلي فرهنګ تر اغېز لاندې دي، د دوی افکار په مدني او ښاري کلتور بدلولی شي:

"د دا ډول ناستو او کنفرانسونو جوړول چې هغه په نړیوالو مسالو باندې وي، زما له انده خوستیو ځوانانو ته یو مثبت پیغام لري، د خوست کنفرانس هم په ډېرو ښو مسالو وڅرخیده، ښه سیاسي او علمي مسایل په کې مطرح شول، که په راتلونکې کې هم دا ډول کنفرانسونه جوړ شي، په خوست هغه قبایلي اغېر چې په طبعي ډول پرې پروت دی هغه په یو مدني او ښاري اغېز بدل شي."

خوست والي حکم خان حبیبي د پاچا خان د شخصیت په باب وویل، چې هغه د تاوتریخوالي او تشدد سخت مخالف وو، لسیزې زندانونه يې تېر کړل خو خپل قوم يې جګړې او غچ ته ونه هڅاوه.

خوست والي زیاتوي پاچا خان پوهنتون به نړیوالو ته د افغانانو او پښتون ټبر په پېژندنه کې اغېزمن تمام شي او هغوی به دا درک کړي، چې پښتانه د تحمیلي جګړو قرباني دي:

"پاچا خان نه غوښتل چې جنګ وکړي، هغه د پښتنو کور په کور او حجره په حجره ګرځیدلی او لسیزې زندان يې د دې په خاطر تېر کړی چې زه جنګ نه غواړم، ده د عدم تشدد په خاطر د هر افغان دروازه ټک ټک کړې ده، زما هیله داده چې د پاچا خان پوهنتون په ایجاد سره به د سوله غوښتونکي افکار په واقعیبینانه توګه نړیوالو ته ښکاره کړو."

یاده دې وي، خوست د چارشنبې او پنجشنبې په ورځو د سیمه ییزو همکارۍ لپاره د اتصال نقطې په نوم د یو دوه ورځني کنفرانس کوربه وو.

یاد کنفرانس چې د نړیوالو اړیکو د سټراتيژیک مرکز لخوا جوړ شوی وو، د خوست، پکتیا او لوګر ولایتونو والیانو، د مرکزي حکومت یو شمېر چارواکو او د ولسي جرګې ځېنو استازو هم په کې برخه اخیستې وه.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG