د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۵

افغان میرمنو ته۹۰۰ تحصیلي بورسونه ورکول کیږي


د امریکا نړیواله پراختیايي اداره له اسیا فونډیشن سره په همغږۍ افغان میرمنو ته۹۰۰ تحصیلي بورسونه ورکوي.

د پروموټ پروګرام د تحصیلي بورسونو د څانګې مسؤلین افغان مېرمنو ته د تحصیلي بورسونه ورکړه لوړو زده کړو ته د مېرمنو د لاس رسي په برخه کې یو مهم ګام بولي.

د پروموټ پروګرام په چوکاټ کې افغان نجونو ته د یاد بورسونو د څانګې مسؤلې مېرمن سوریا عمر د پنجشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته د دغه تحصیلي بورسونو د شرایطو او څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل.

د اغلې عمر په خبره هغه نجونې چې د دیارلسوه څلور نوویم کال د کانکور په ازموینه کې یې د ښو نومرو په اخېستو هم د لوړو زده کړو بنسټونو ته لاره نه ده پیدا کړې کولای شي چې له دغو بورسونو ګټه واخلي.

اغلې عمر زیاته کړه:

"موږ هغه مېکانېزمونه چې تر لاس لاندې نیولي په مستقیمه توګه له خلکو سره اړیکه نه نیسو او هغه ټولې لارې مو چې په دغه پروژه کې دخالت ته لاره هواروي تړلې دي."

هغه نجونې چې په وروستي کانکور کې یې نومرې ۱۵۱ څخه تر ۱۸۹ پورې وي او یا له دولسم ټولګیو فارغې شوې وي خو د اقتصادي ستونزو له کبله له لوړو زده کړو بې برخې شوي وي له دغو بورسونو نه استفاده کولای شي.

د افغان نجونو د تحصیلي بورسونو مالي ملاتړ د پرموټ پروګرام کوي چې د مسؤلینو په خبره یې پنځلس میلیونه امریکايي ډالره لګښت پرې راځي.

پروموټ د افغان مېرمنو د پیاوړتیا په برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د پراختیايي ادارې تر ټولو لوی پروګرام دی چې په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې یې په افغانستان کې پیل شوی دی.

پروموټ د افغان مېرمنو د پیاوړتیا په برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د پراختیايي ادارې تر ټولو لوی پروګرام دی
پروموټ د افغان مېرمنو د پیاوړتیا په برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د پراختیايي ادارې تر ټولو لوی پروګرام دی

په ورته وخت کې د اسیا فونډیشن مسؤلین چې د پرموټ پروګرام دغه برخه عملي کوي وايي، هڅه به وکړي چې وړ کسان له دغه تحصیلي بورسونو ګټه واخلي.

د اسیا فونډیشن مرستیالې جینا صدف کریم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ هیله لرو چې د سکالرشیپونو دغه پروګرام لوړو زده کړو ته د مېرمنو د لاس رسي په برخه کې ګټور تمام شي او په مشخصه توګه زموږ تاکېد دا دی چې نه یوازې په مرکز بلکې په ټولو څلور دېرشو ولایتونو او لېرو پرتو سیمو کې ښځې له دغه اسانتیاوو برخمنې شي."

مېرمن صدف وايي، په افغانستان کې د بېلابېلو دلایلو له کبله مېرمنې نه شي کولای لوړو زده کړو ته په اسانه لاس رسی ومومي خو هیله لري چې افغان حکومت د مشخصو پروګرامونو په پلي کېدو شته خنډونه لمنځه یوسي.

د اغلې صدف په خبره تر کومه چې ټولو افغان نجونو ته په متوازنه توګه د نورو امکاناتو ترڅنګ د زده کړو مناسب شرایط برابر نه شي په افغانستان کې د یوې لویې برخې د ستونزو د حل پوښتنه به بې ځوابه پاتې وي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG