د کندز ولایت اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وايي چې د نوموړي ولایت د سقوط او بېرته نیول څخه نږدې یوولس میاشتې تېرې شوي، خو د حکومت تر حاکمیت لاندې جغرافیا لا هم پراختیا نه ده موندلې او اوس مهال د کندز ۷۰ سلنه خاوره د وسله والو طالبان تر حاکمیت لاندې ده.
د نوموړي ولایت یو زیات شمېر اوسېدونکي پر مرکزي حکومت باندې انتقاد کوي چې د کندز سقوط نه وروسته تر اوسه پورې حکومت د دې ولایت د امنیت د لمنۍ پراختیا په برخه کې جدي ګامونه نه دي پورته کړي او یوازې یې د ولایت په مرکز همدارنګه د شپږو ولسوالیو مرکزونه په ساتنې تکیه کړې ده.
د دوی د خبرو پر بنسټ که څه هم دولت د وسله والو طالبانو پر وړاندې یو لړ تصفیوي عملیاتونه پیل کړي وو، خو بیا هم د حکومت تر سېوري لاندې سیمې پراختیا نه ده موندلې او له کبله یې په زرګونه نورې کورنۍ هم له خپلو کلیو او بانډو څخه بې ځايه شوي.
د دې ولایت دوه تنه اوسېدونکي وايي:
"بصیر کاکړ یم، همدا اوس د کندز ښار د طالبانو له خوا محاصره دي، ځکه طالبان د ښار په دوه کیلومټرۍ او درې کیلومترۍ کې حضور لري او دا دولت ته د شرم ځای دي چې وايي موږ دلته حکومت لرو او ولایت لرو.
–نقیب الله یم، مرکزي حکومت باید کندز ته جدي توجه وکړي او د دې ولایت امنیتي کمربندونه همدارنګه ولسوالۍ باید د طالبانو له شتونه تصفیه شي چې خلک ارامه ژوند وکړي. "
په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا غړي د خلکو د انتقادونو په تایید سره زیاتوي چې کندز اوس مهال د وسله والو طالبانو او بهرنیو جنګیالیو پر یو امن پټنځای تبدیل شوی دی، خو دولت یې پر وړاندې خاموشي اختیار کړې ده.
د کندز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي وايي چې دغه ولایت د بهرنیو استخباراتو او په حکومت د دننه کړېو د لاس وهنې په مرکز او د اختلافاتو په مرکز بدل شوی دی، خو قرباني یې د کندز ولس ورکوي.
ښاغلي ایوبي زیاته کړه:
"اوس مهال د کندز ۷۰ سلنه اراضي له طالبان سره ده او یوازې د ښار څلور دروازې له دولت سره دي او امنیتي وضعیت هم ورځ تربلې مخ په خرابېدو دي."
د ولایتي شورا یو بل غړې غلام رباني رباني ازادي راډیو ته وویل چې مرکزي حکومت د کندز د امنیت د ټېنګښت په برخه کې جدي اراده نه لري:
"د کندز خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي، ځکه امنیتي ساحه ډېره تنګه شوې ده او د ښار په شاوخوا سیمو کې طالبان حضور لري او دولت یې پر وړاندې چوپتیا غوره کړې ده."
اما د کندز والي اسدالله عمرخېل په یو خبري کنفرانس کې وویل، له څو میاشتو راهیسې په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو شپني عملیاتونه همدارنګه هوايي عملیاتونه دوام لري چې په پایله کې په سلګونه وسله والو طالبانو ته په کې مرګ ژوبله رسېدلې ده.
ښاغلی عمرخیل د دې ولایت د امنیتي وضعیت په اړه داسې وویل:
"موږ لومړی غواړو چې د طالبانو مرکزونه باندې بریدونه وکړو، څو د طالبانو مرکزونه او مشران یې له منځ یوسو او بیا وروسته غواړو چې د کندز ټولې سیمې تصفیه کړو. "
د کندز د خلکو او د ولایتي شورا غړو دغه اندېښنې په داسې حال کې رابرسیره کیږي چې په دې ورځو کې داسې ګنګوسې دي چې ګواکې وسله وال طالبان د دې ولایت مرکز شاوخوا راټول شوي او غواړي چې د کندز پر مرکز باندې پراخ پوځي عملیات پیل کړي.
خو بیا د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې وسله وال طالبان به د دغه ولایت د بیا ځل نیولو ارمان له ځانونه سره ګور ته یوسي.
اجمل ارین- کندز